د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا د شل اوریزو جام اتل شو.


afghan cricket
afghan cricket

نن په نیپال کې د کرکټ د اسیا د شل اوریزو لوبو په پایلوبه یا فاینل کې افغانستان نیپال ته ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي یې د څلور ځل لپاره خپله کړه.
په نننۍ لوبې کې د لوبې پچه افغانستان وګټله او نیپال ته یې د منډې جوړولو بلنه ورکړه. د نیپال لوبډلې په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۵ منډې جوړې کړي او افغانستان ته یې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.
په دغه لوبې کې د اففانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب د نیپال دوه کسان وسوځول، او شاه پورځدران او حمزه هوتک بیا یو یو کس وسوځول.
د افغانستان لوبډلې په ډیر آسانۍ سره د نیپال لخوا ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او په اتلسم اور کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو هدف پوره کړه او لوبه یې وګټله.
په لوبې کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کريم ګلبدين نایب ٤٣ منډې جوړې کړي او کریم صادق ٣٢ او نجيب ځدراڼ بیا ١٥ منډې وکړي. سميع الله شينواري ٩ او محمد نبي ٣٨ منډې جوړې کړي او ترپایه و نه سوځیدل.
نیپال ته په ماته ورکولو سره، افغانستان د اسيا دشل اووريزو سياليو اتلولي د څلورم ځل لپاره خپله کړه.
ګلبدين نايب ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
XS
SM
MD
LG