د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانو میرمنو ته د فولبرایت بورسونه ورکوي


Fulbright
Fulbright
په ۱۳۳۰ لمریز کال کی د امریکایی سناتور ویلیم فول برایت په لاس جوړ شوی پروګرام چه د هغه په خپل نوم فولبرایت یاد شو په افغانستان کی هم پلی شو .
له هغه مهاله تر ۱۳۵۷ کاله پوری نږدی ۲۵۰ تنو افغانانو له دغه بورسونو نه ګټه واخیسته
خو د ثور د کودتا له را منځته کیدو سره دغه پروګرام په افغانستان کی په ټپه ودرید.
په کال ۱۳۸۱ کی د فول برایت بنسټ بیا خپل پروګرامونه په افغانستان کی پیل کړل او له هغه دمه تر ننه بیا ۳۹۱ تنو افغانانو د فولبرایت له بورسونونه ګټه واخیسته .
خو نن بیا په افغانستان کی د امریکی سفارت اعلان وکړو چی ۱۰۰ نور بورسونه به هم افغانانو ته ورکړل کیږی .
د دغه سفارت د دری ژبی ویاند عباس کاموند وایی سږ کال به افغانان په پنځو برخو کی له فولبرایت نه ګټه اخلي .
سږکال د فولبرایت پروګرام په پنځو برخو کی دی .د دکتورا پروګرام چی ۵ کالو لپآره دی . د ماستری چی ۴ کاله دی دا دوه اوږد مهالی پروګرامونه دي. خو دری نور لنډ مهاله پروګرامونه هم لري چی تر یو کاله پوری رسی. یو له دغو پروګرامونو نه د( همفری فیلو شیپ) دی چی نږدی ۹ میاشتی وخت نیسی . دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چی په رسمی کار بوخت دي خو غواړي خپل ظرفیتونه لوړ کړي.
د یادو پروګرامونو تر څنګ فولبرایت د هغو استادانو د علمی کچی د لوړولو لپاره هم پروګرام لري چی نوی پوهنتونونو ته را جذب شوی او د استاد د مرستیال دنده تر سره کوي
همدا رنګه فولبرایت نږدی ۵ داسی بورسونه هم لري چی د هغه په ترڅ کی افغانان کولای شی په امریکی کی د دری او پښټو ژبو تدریس وکړی او په مقابل کی یی په امریکایی لنډ مهاله کورسونو کی خپله علمی کچه هم لوړه کړي .
سره له دی چی د فولبرایت پروګرام کی د زده کونکو جنسیت ته پاملرنه نه کیږی خو افغانستان کی د ښځو د تعلیم او تحصیل په لار کی د شته ستونزو له امله به افغانی میرمنی په کوردننه امریکایی پوهنتونوکی زده کړی وکړي .
د افغان میرمنو لپآره په دغه پروګرام کی کومه ځانګړنه نشته خو موږ په افغانستان کی د ښځو د تعلیم په لار کی شته ستونزی پيژنو او پوهیږو چی دغه هیواد ښځی د کورنیو ، مدهبی یا ټولنیزو معاذیرو له امله له دغه پروګرامونو نه ګټّه نشی اخیستی په وروستیو کلونو کی .یواځی ۲۰ په سلو کی افغان میرمنو د فولبرایت له بورسونو نه ګټه اخیستی ده .
امریکا غواړی دا ستونزه حل کړی نو ځکه خو هغه افغان میرمنی چی غواړی تحصیل وکړی نو دوی به په منځنی اسیا او دننه افغانستان کی شته امریکایی پوهنتونونو کی زده کړی وکړي
په افغانستان کی د امریکی د سفارت دغه ویاند وایی سره له دی چی د فولبرایت پروګرام نړیواله بڼه لری خو امریکا تر ۲۰۱۴ او د افغانستان د تحول په دوران کی د افغانانو د ظرفیتونولوړ والي ته په پاملرنی سره دغه هیواد ته زیاته پاملرنه لري .
د فولبرایت بنسټ د نړی له ۱۵۵ هیوادونو سره اړیکی لری او هر کال نږدی ۸۰۰۰ نړیوالو ته تحصیلی بورسونه ورکوي چی ۴۰۰۰ یی امریکاییان او ۴۰۰۰ نور یی پاته نړی ته ځانګړی شوی دی .
د ۱۹۴۶ میلادی راهیسی چی فولبرایت پيل شو بیا تر ننه نږدی ۳۱۰ زرو نړیوالو له دغو بورسونو ګټّه اخیستی ده .


please wait

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG