د ننګرهار په ولایت کې یوه هیلیکوپتره رالویدلې ده چې دوه امریکايي پوځیان پکښې وژل شوي دي.
آیساف ویلي دي چې د پیښې د علت په اړه تحقیقات روان دي، خو جګړن ډین آي نت ((Dan Einert)) چې د ایساف ویاند دی وايي چې د پيښې په مهال په سیمې کې د مخالفینو د فعالیت رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د امریکا د پوځ ویاند، ډګروال تامس کالنز ((Thomas Collins)) وايي چې دواړه مړه شوي پوځیان امریکایان وو.
د ننګرهار د والي ویاند، احمد ضیا عبدالزي بیا ویلي دي چې دغه هیليکوپتره د ننګرهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې رالویدلې ده.
د پیښې په اړه نور تفصیلات نه دې ورکړل شوي.