د لاس رسي وړ اتصالات

د پرویز مشرف محاکمه د اپریل پنځلسمې نیټې ته وځنډول شوه.


پرویزمشرف بیرته پاکستان ته ځي

پرویزمشرف بیرته پاکستان ته ځي


د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر، پرویز مشرف محاکمه د آپریل د میاشتې تر ۱۵ مې نیټې ځنډولې ده.

په مشرف باندې د هغه د واکمنۍ د وخت لپاره دغه تورونه لګول شوي دي.

د پاکستان پخوانی ولسمشر، مشرف چې نهه شپیته کلن دی تیره عیسوي میاشت پاکستان ته بیرته ستون شو. هغه غواړي چې د پاکستان د پارلمان لپاره په عمومي انتخاباتو کې چې د مي د میاشتې په ۱۱ نیټه به وشي ودریږي.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي جاوید خواجه نن حکم وکړ چې د مشرف محاکمه به د آپریل د میاشتي تر۱۵ نیټې پورې ته وځنډول شي ترڅو د وکیلان یې وخت پیدا کړې چې د هغه د دفاع لپاره اماده شي. خو قاضي جاوید خواجه د مشرف د وکیلانو هغه غوښتنه رد کړه چې د پاکستان د پخواني ولسمشر، پرویز مشرف محاکمه دې د انتخاباتو نه ورسته وشي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG