د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د کرزي سره د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په اړه خبرې وکړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
دامریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو د سپارلو د پروسې په اړه خبرې وکړي. دغو دواړو مشرانو د ټلیفون په ذریعه د یو بل سره خبرې وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې دواړو مشرانو د سه شنبې په ورځ په هغو هڅو هم بحث وکړ چې د راتلونکي کال د انتخاباتو لپاره په افغانستان کې کېږی. د دې ترڅنگ د ښاغلی کرزی په تازه ملاقات باندې چې د قطر له امیر سره ېې کړی دی هم بحث وشو.

قطر ته د ښاغلي کرزي په سفر کې غټه خبره دا وه چې طالبان په قطر کی د سولی دخبرو لپاره دفتر پرانیزي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ښاغلي کرزي تيره مياشت د امريکايي ځواکونو له خوا افغان امنيتی چارواکو ته د پروان د زندان د سپارلو دمسلې هرکلۍ وکړ. ښاغلي کرزي افغان امنيتي چارواکو ته د دغه زندان د سپارلو غوښتنه کړې وه او هغه ېې د افغانستان د ملي حاکمیت مسله بللې وه.

داسوشیټډ پریس خبرې آژانس ليکي، داسې ښکاري چې د اپرپل میاشت د افغانانو اوهغو بهرنیانو لپاره چې په دغه هیواد کې خدمت کوي، ډېره خونړۍ مياشت ده.

دامريکا او د ناټو د ايتلاف نور ځواکونه دې ته ځانونه چمتو کوي چی د 2014 م کال په پای کې له افغانستان څخه ووځي، خو په پلان کې ده چې یوشمیر ځواکونه په دغه هیواد کې پاته شي او د افغان ځواکونو د روزنې او افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ورکولو وظایف به سرته ورسوي.
XS
SM
MD
LG