د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي چې د سوریې حکومت په قصده ملکیان وژني


د سوریې د بشري حقوقو فعالین وايي چې د سوریې د ډارا په ولایت کې د حکومت ضد او حکومتي ځواکونو په جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ کسه وژل شوي دي چې د نیمايي نه زیات یې ملکیان دي.

په بریتانیې کې میشتې د بشري حقوقو نظارتي ډلې ویلي دي چې دغه جګړه پرون د چارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې ولسمشر بشرالاسد ته وفادارو قواوو د سنمین پر ښارګوټي باندي برید وکړ چې د مخالفینو نه یې تصفیه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو اونیوو کې د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو د سیمو په نیولو کې پرمختګونه کړي دي. د دوي هدف دا دی چې د سوریې د پلازمېنې دمشق او د اوردن سره د سرحدي سیمو کنټرول ترلاسه کړي.

یادشوې نظارتي ډلې ویلي دي چې د سنمیان په جګړه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه ملکیان، ۱۶ تنه حکومت ضد وسله کسان او ۹ حکومتي ځواکونه وژل شوي دي. تر اوسه پوري لا معلومه نه ده چې کومې خوا پر ملکیانو باندي برید کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د سوریې حکومت په غیری قانوني او قصدي ډول پر ملکیانو باندي بریدونه کوي. دغه سازمان د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې د سوریې پر حکومت دي فشار راولي چې ددغو وژنو څخه لاس واخلي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ یو ریپوټ خپور کړ چې په کښي راغلي چې د سوریې د حکومت د مخالفینو په سیمو کې لکه حلب، ایدلیب او لتاکیا د تیرکال د اګست د میاشتې څخه نیولې تر ډیسمبر پوري ۵۹ هوايي حملې شوي دي.

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي چې ددغو بریدونو له جمع، ځینو یې نانوایانې او روغتونونه په نښه کړي دي چې ټول ټال په کښي ۱۵۲ ملکیان وژل شوي دي. دغه سازمان زیاتوي چې دا د سوریې د حکومت سیستماتیکې هڅې په ډاګه کوي چې ملکیان په نښه کوي او دا د بشريت پر ضد جرم دی.

په ریپوټ کې دا هم راغلي دي چې د هوايي حملو په لړ کې د سوریې حکومت د بې ادارې بمونو، د جیټ الوتکو او هغو هلیکوبترو نه کار اخلي چې د لوړې ارتفاع نه بریدونه کوي او دا نشي معلومولای چې پر ځمکه هدف نظامیان دي او که ملکیان دي.

همداشان د سوریې د هوايي ځواک څلورو پخواني کارکونکو چې اوس د حکومت ضد قواوو سره یوځای شوي دي، د بشري حقوقو دڅار نړیوال سازمان ته ویلي دي چې د سوریې هوايي ځواک هغه ټیکنالوژي نلري چې د استوګن په سیمو کې نظامي اهداف تشخیص او په نښه کړي.
XS
SM
MD
LG