د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرانو جرګه کې د وسلو د کنټرول لایحه بحث ته وړاندي شوه


د امریکا مشرانو جرګه د وسلو د کنټرول پر لایحې باندي چې یوه ډيره جنجالي او احساستي لایحه ده، بحث پیلوي.

په سنا کې اوس مهال ډیموکراتان په اکثریت کې دي او ویل کېږي چې ښايي د محافظه کارو جمهوري غوښتونکو هڅې به چې غواړي د یادشوې لایحې مخه ونیسي، پرې نږدي چې بریالۍ شي.

د وسلو د ساتلو د دوو طرفداره سناتورانو جو منشن او پټ ټامي ترمنځ د تفاهم وروسته چې په لړ کې یې موافقه وشوه چې د وسلو کاروباریان دي د خپلو مشتریانو د سوابقو د څارلو لړۍ لا پراخه کړي، په مشرانو جرګې کې د وسلو د کنټرول په هکله بحث پیل شو.

د یادشوي تفاهم په لړ کې به د وسلو په نندارو او په انټرنیټ باندي د وسلو د پلورلو پرمهال د مشتریانو سوابق کتل کېږي خو په دې تفاهم کې د ملګرو ترمنځ او د کورنیو د غړو ترمنځ د وسلو د راکړې ورکړې، موضوع شامله نه ده.

ولسمشر اوباما چې-- د تیر کال د ډیسمبر د میاشتې راهیسي، کله چې په کنیتیکیت ایالت کې یوه کس په یوې ښوونځۍ کې ۲۶ ماشومان او ښوونکي ووژل-- د وسلو د کنټرول د موضوع پلوي کوي، د نوموړو جمهوري غوښتونکو ترمنځ د تفاهم د رامنځ ته کېدو ستاینه وکړه او وېویل چې دغه راز اقدامات به د خطرناک خلګو مخه ونیسي او پرې به یې نږدي چې وسلې ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG