د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د باسټن د ځغاستې په سیالۍ کې چاودنو دوه کسان ووژل.



د امریکا د باسټن په ښار کې په دوو بمي چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او تر۵۰ نه ډیر ټپیان شوي دي. چاودنې هغه ځاي ته نږدې شوي دي چې پکښې د ځغاستې سیالۍ روانه وه.

امنیتي چارواکي وايي چې درېیمه چاودنه د باسټن د جان آف کینډي په کتابتون کې وشوه چې د دغه ښار په یوې بلې سیمې کې موقعیت لري. په درېیمې چاودنې کې بیا د چا د ټپي کیدو رپوټ نه دی ورکړل شوی. دا روښانه نه ده چې آیا دغه چاودنې د دوو مخکنیو چاودنو سره تړاو درلود او که څنګه.

د باسټن پولیسو دا هم نه دي ویلي چې آیا دغه چاودنې د یو تروریستي برید برخه وه. د پولیسو یو ویاند وویل چې په سیمې کې د بم د شنډولو ډلو هغه غوټې او بکسونه چې د چاودنې په مهال پاته وو تلاښي کړي دي خو تر اوسه یې نور بمونه نه دې پيدا کړي.

د پیښې د ساحې نه تلویزوني تصویرونه ښيي چې په لارو کوڅو کې خاورې خځلې پرتې دي او روغتیايي کارکونکي ټپیان انتقالوي.

په وینو لت پت تماشاچیان د روغتیايي کارکونکو لخوا هغه خیمې ته انتقالیدل چې د منډې وهونکو د ستړیا د کمولو لپاره درول شوې وه.

په باسټن کې پولیس وايي د چاودنو په اړه پلټنې روانې دي خو د پيښې په اړه یې نور څه نه دي ویلي.

چاودنې څو شیبې ورسته له دې نه شوي چې د ۲۷ زره منډې وهونکو لومړۍ جوپه د ځغاستې آخري برید ته ځانونه ورسول. د چاودنو نه ورسته دغه سیالۍ وځنډول شوه او سیمې ته د ځمکې لاندې د اورګاډي تګ راتګ هم بند شو.
XS
SM
MD
LG