د لاس رسي وړ اتصالات

د باسټن چاودنو دوه کسان ووژل او تر سلو ډیر یې ټپیان کړل.


د امریکا د باسټن په ښار کې دوو چاودنو دوه کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډیر یې ټپيان کړي دي. مرګ ژوبله هغه مهال وشوه چې دوې شاووخوا هم مهاله چاودنې د ځغاستې د یوې سیالۍ ننداره کوونکو ته نږدې وشوي.

تحقیق کوونکو ته نږدې منابعو ویلي دي چې امنیتي چارواکو درې نور بمونه شنډ کړي دي. په دغو کې یو بم د باسټن نه دباندې د نیوټن په سیمې کې موندل شوی دی. د بم د شنډولو ډلو هغه غوټې او بکسونه چې د چاودنو په سیمې کې پاته وو تلاښي کړي دي.

په دې اړه چې دغه چاودنې چا کړي دي او ولي یې کړي دي څه نه دي ویل شوي. چارواکي وايي چې سمدستې د دغو پیښو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما په یوې تلویزوني وینا کې وویل چې امریکا په دې نه پوهیږي چې ((دغه چا کړې ده او ولي یې کړې ده.)) خو هغه دا ژمنه وکړه چې د دغې پيښې مسولین به د عدالت منګولو ته وسپاري.

هغه وویل: ((موږ تر اوسه نه پوهیږو چې دغه کار چا کړی دی او ولي یې کړی دی او د دې نه مخکې چې موږ ټول حقایق معلوم کړو خلګ باید نتیجه ګیري و نه کړي. خو په دې اشتباه کې مه اوسی، موږ به د دغې پيښې په اړه حقایق معلوم کړو او موږ به دا معلومه کړو چې چا دغه کار کړی دی. موږ به دا معلومه کړو چې ولي یې دغه کار کړی دی. هر شخص چې مسوله وي او هره ډله چې مسوله وي د عدالت منګولو ته به وسپارل شي.))

جمهور ریس اوباما د امریکا فدرالي ادارو ته امر کړی دی چې د مسچوست د ایالتي حکومت سره د خلګو د ساتنې په برخې کې مرسته وکړي. هغه فدرالي ادارو ته دا هم ویلي چې د امریکا په نورو سیمو کې دې هم د ضرورت په صورت کې امنیتي ترتیبات ونیسي او د باسټن د پيښې په اړه دې تحقیقات وکړي.

هغه وویل: ((د امریکا خلګ به نن شپه د باسټن لپاره دعا وکړي. او میشل اوباما او زه د قربانیانو د کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندو.))

بل پلو ته، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، بان کې مون هم د باسټن د پیښې په اړه خواشیني وښوده. هغه چې د روانډا د عامه وژنې د یادولو په یوې غونډې کې خبرې کولي وویل:

((زه دغه بې مانا تشدد چې د کرکې وړ دی غندم، د دې لپاره چې تشدد په یوې داسې سپورتي لوبې کې شوي چې په دې مشهوره ده چې د نړۍ د بیلابیلو ځایونو نه خلګ د ورزش سره د مینې او آرامۍ لپاره راټولوي. زه غواړم چې د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواشیني څرګنده کړم.هغو کسانو ته چې په پیښې کې ټپیان شوي دي د شفا غوښتنه کوم.))

د پیښې د ساحې نه تلویزوني تصویرونه ښيي چې په لارو کوڅو کې خاورې خځلې پرتې دي او روغتیايي کارکونکي ټپیان انتقالوي.

په تصویرونو کې دا هم ښودل کیږي چې په وینو لت پت ننداره کوونکي د روغتیايي کارکونکو لخوا هغه خیمې ته انتقالیږي چې د منډې وهونکو د ستړیا د کمولو لپاره درول شوې وه.

چاودنې څو شیبې ورسته له دې نه شوي چې د ۲۷ زره منډې وهونکو لومړۍ جوپه د ځغاستې آخري برید ته ځانونه ورسول. د چاودنو نه ورسته دغه سیالۍ وځنډول شوه او سیمې ته د ځمکې لاندې د اورګاډي تګ راتګ هم بند شو.
XS
SM
MD
LG