د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې زوروره زلزله شوېده


د ایران او پاکستان سرحدي سیمې یوې زورورې زلزلې ولرزولې. په پاکستان کې دغه زلزلې لږترلږه ۱۳ کسان وژلي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروي اداره وايي د نننۍ زلزلې قوت ۷.۸ درجې و چې په سیمې کې یې د ۴۰ کلنو راهیسې ساری نه دی لیدل شوی. د زلزلې مرکز د ایران د خاش او سراوان ښارونو ته نږدې و. د ایران دولتي مطبوعاتو بیا ویلي دي چې دغه زلزله چې نن د ایران په وخت د ماسپښین په درېیو بجو او دڅورلسو دقیقو وشوه اووه عشاره پنځه درجې وه.


د ایران د سیستان او بلوچستان والي حاتم نارويي ایراني مطبوعاتو ته ویلي دي چې د زلزلې د مرکز په سیمې کې ځاني تاوان نه دی اړولی. هغه ویلي دي چې یو شمیر خلګ ټپیان شوي دي او روغتونونو ته انتقال شوي دي. خو د دې لپاره چې د زلزلې مرکز په لیرې پرتې سیمې کې و نو د رپوټونو تصدیقول مشکل کار دی.


په پاکستان کې چارواکي وايي چې زلزلې د ایران پولې ته نږدې د بلوچستان په صوبې کې په سلګونو کورونه خراب کړي دي او ۱۳ کسان یې وژلي دي. دغه کسان د نوشکي او پنچګور په سیمو کې وژل شوي دي.

د دغې زلزلې تکانونه په ډیرو لیرو پروتو سیمو کې احساس شوي.
XS
SM
MD
LG