د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې پرونۍ زلزلې په زرګونو خلګ بې کوره کړي



د پاکستان د بلوچستان په صوبې کې، د ایران سره پولې ته نږدې، د زلزلې له امله په زرگونو کسان بې کوره شویدي او په عاجله توگه مرستو ته اړتیا لری. زلزلې په سیمې کې کورونه وران کړي دي او د مړو شمیر پکې 36 تنو ته رسیدلی دی.

پاکستاني پوځ وایی دوي نن د ایران سره په پوله باندې د زلزله ځپلو سیمو څخه شپاړس تنه چی ډېرسخت ټپیان شوی وو رایستلي دي او په هليکوپتروکې یې روغتون ته لیږلي دي. دغه کسان د بلوچستان د ماشکیل له سیمې نه کوټې ته د علاج لپاره انتقال شویدي.

د پاکستان پوځ وايي چې په سلګونوعسکر د ژغورنې په چاروکې مرسته کوي. ژغورونکي اوس هم د ودانیو تر خاورو خځلو او ډبرو لاندې د ایسار پاتې شوو کسانو لټون ته دوام ورکوي. د پرونۍ ورځې په زلزلې کی، چې قوت یی د ریختر په کچه اووه اعشاریه اتو ته رسیدو، د قربانیانو دقیق شمېر لا نه دی معلوم شوی.

د زلزلې مرکز په ایران کې و خو د پاکستان د بلوچستان د صوبې سیمې یی هم په پوره زور سره ولرزولې.

د پاکستان د پیښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې د زلزلې له کبله د مړو شمیر 35 ته رسیدلی دی او ټپیان بیا 150 تنه دي.

ایران په لومړنیو رپوټونو کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمیر څلویښت ښودلی و ، خو وروسته بیا د ایران په ټلویزیون کې وویل شول چی یوازې یو تن مړ شوی دی او 12 تنه ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي مطبوعات وايي چې زلزله په داسې سېمې کې شوې ده چې خلک پکې ډېر کم دي.
XS
SM
MD
LG