د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې پولیس وايي چې نن یې د دغه هیواد پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، محکمې ته د تسلیمدو نه ورسته، نیولی دی. محکمې د پوځ د دغه متقاعد جنرال د نیول امر د هغو تورونو په اساس ورکړی دی چې وايي په ۲۰۰۷ کال کې، د خپلې واکمنۍ په دوران کې، هغه جګپوړي قاضیان برطرفه کړي وو.

مشرف په خپل کور کې نظربند دی. مخکې له دې نه چې د اسلام آباد د پولیسو مرکز ته یووړل شي، هغه ته اجازه ورکړل شوه چې خپل کور ته ولاړ شي. دا معلومه نه ده چې هغه ته به بیرته خپل کور ته د تګ اجازه ورکړل شي او که نه. دوه ورځې ورسته به مشرف د تروریزم ضد محکمې ته حاضر کړل شي.

دغه پخوانی پوځي واکمن چې اوس ۶۹ کلن دی د خپل فس بوک د پانې له لارې ویلي دي چې ورباندې لګیدلي تورونه «سیاسي» جنبه لري او هغه به د دغو تورونو خلاف مبارزه وکړي.

د پاکستان د دغه پخواني ولسمشر یوه وکیل امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی مشرف به د پاکستان سترې محکمې ته اپيل وکړي.


دغه په پاکستان کې لومړی ځل دی چې د پوځ یو پخوانی لوی درستیز نیول کیږي.
XS
SM
MD
LG