د لاس رسي وړ اتصالات

افغان،پاکستانی او امریکایی چارواکی په بلجیم کی د اړیکو په ښه کیدلو سره خبری کوی


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی ارشیف
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی ارشیف
د افغانستان د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر د یو بیان له مخی جمهوررئیس حامد کرزی، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په نیت ، نن له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل نه بلجیم ته روان شوی دی.

جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر دا بیان وایی چی د بروکسلز په درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو، د سولې د بهیر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستیو رامنځته شویو ستونزو او د هغې له جملې څخه د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډیورند د ګرښې په اوږدوکې د پاکستان د اردو لخوا د سرحدي دروازې د جوړیدو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشي.

له جمهوررئیس حامدکرزي سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

بروکسلز ته د جمهوررئیس حامدکرزي د سفر یوه ورځ دمخه د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي یو شمیر خبریالانو سره په خبروکی ویلی چی هغه طالبان چی د سولی په بهیر کی ګډون ته لیواله دی یا وژل کیږی او یا هم زورول کیږی.

ایمل فیضي پرته له دی چی د کوم هیواد نوم واخلی ویلی چی افغانستان به د سولی هغو خبرو ترسره کیدلو ته اجازه ورنکړی چی د بهرنیانو له خوا یی بندوبست شوی اوسی .
XS
SM
MD
LG