د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر کې د برمته شوو کسانو صحي حالت ښه دی


د لوګر ولایت
د لوګر ولایت
د هغو بهرنیانو صحي حالت ښه دی چې د لوګر په ولایت کې طالبانو برمته کړي دي. طالبانو دغه کسان ورسته له دې نه ونیول چې د یکشنبې په ورځ یوه هلیکوپتره، چې دغه کسان پکښې سپاره وو، د خرابې هوا له امله د لوګر د ازرې په ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسوشیټډ پریس خبرې آژانس ته ویلي دي چې د یوولسو برمته شوو کسانو نه څیړنې کوي. هغه زیاته کړې ده چې په لومړي سر کې دوی غواړي دا معلومه کړي چې دغه کسان څوک دي. د طالبانو ویاند هغه راپورنه هم رد کړل چې وايي د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره خبرې اترې روانې دي.


د لوګر والي ارسلا جمال امریکا غږ اشنا راډیو ته په مرکې کې وویل چې د برمته شوو کسانو د موندلو په برخې کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG