د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې پنځه تنه ځايي پولیس وژل شوي دي


ګل رحیم نیازمن – کندوز



وسله والو د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ د شاروان په سیمه کې د پنجشنبې په شپه د ځايي پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او پنځه تنه ځايي پولیس یې وژلي دي.

د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبادالله تلوار اشنا راډیو ته وویل چې تیره شپه د شاروان په سیمه کې پنځه تنه ځايي پولیس وژل شوي دي.

د ارچي ولسوالۍ پولیس وايي چې په دغه شپه له ځايي پولیسو سره په امنیتي پوسته کې یو تن میلمه هم و چې کیدای شي لومړی د هغه له خوا پولیس مسموم شوي وي او بیا وژل شوي وي.

د ارچي ولسوال شیخ سعدالدین وايي: « د پوستې د قوماندان په ګډون يې پنځه تنه محلي پولیس وژلي دي، د پولیسو له منځه یو تن له طالبانو سره اړیکې درلودې، دغه پولیس لومړی مسموم شوي او بیا وژل شوي دي.»

د ارچي ولسوال شیخ سعدالدین وايي چې پولیس ددغو پنځه تنه ځايي پولیسو د وژنې په تور یو تن نیول شوی دی.

دوه کاله وړاندې هم د ارچي په ولسوالۍ کې د یوې پوستې پولیس مسموم کړای شوي وو چې ورسته بیا وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG