د لاس رسي وړ اتصالات

په بګرام کې د الوتکې رالویدو اووه کسه وژلي دي


د بګرام هوايي ډګر
د بګرام هوايي ډګر
د بګرام په هوايي ډګر کې یوه ملکي باروړونکې الوتکه رالویدلې ده. په پيښې کې اووه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه الوتکه د الوتنې نه سمدستې ورسته لوییدلې ده. په سیمې کې د پولیسو قوماندان ویلي دي چې دغه الوتکه پرون ماسپښین رالویدلې.

طالبانو د دغې پيښې مسولیت په غاړه اخیستی، خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ایتلاف وايي چې د پیښې په وخت کې په سیمې کې د یاغیانو د فعالیتونو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

ایتلاف د پیښې د قربانیانو د هویت، د الوتکې د ډول او د هوايي شرکت په اړه څه نه دي ویلي.

دوې ورځې وړاندې، د افغانستان په جنوب کې د یوې څارګرې الوتکې د رالویدو په پيښې کې څلور امریکایان ووژل شول. دغه الوتکه بیا د خرابې هوا له امله رالویدلې وه.
XS
SM
MD
LG