د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق کې چاودنې 13 کسه ووژل


د سوریې په مرکز دمشق کې د سې شنبې په ورځ د بم په یوه چاودنه کې 13 کسان وژل شوي او 70 نور ټپیان شوي دي. د سوریې د دولتي مطبوعاتو له قوله چاودنه د دمشق د المرجې په ناحیې کې شوې ده.

د سوریې دولتي تلویزون ښیي چې د پيښې د سیمې کې لوګۍ پورته کیږي او ودانیو او موټرو ته تاوان رسیدلی دی.

دا نه ده معلومه چې د دغه چاودنې هدف څوک و. تر اوسه پورې د پيښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. چاودنه د سوریې د کورنیو چارو د وزارت د پخوانۍ ودانۍ سره نږدې شوې ده. دغه 28 پوړیزې ودانۍ ته هم زیان رسیدلی دی.

د سوریې دولتي خبرې آژانس د دغه چاودنې پړه په تروریستانو اچولې ده. د سوریې دولتي چارواکي معمولا هغو کسانو ته چې د بشارالاسد په ضد جنګیږي تروریستان وايي.

له دې نه مخکې، په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې ویلي و چې په نننۍ چاودنې کې نهه کسان وژل شوي دي. عیني شاهدینو بیا ویلي دي چې د بمي چاودنې نه سمدستې ورسته په سیمې کې د ډزو غږونه اوریدل کیدل.

پرون د دمشق په غربي سیمه کې د سوریې د صدراعظم د موټرو په کاروان باندې چاودنه وشوه خو هغه ته په دغه برید کې تاوان و نه رسید. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د دوشنبې د ورځې په چاودنې کې شپږ کسان ووژل شوي دي چې پنځه تنه یې ولسي وګړي وو.
XS
SM
MD
LG