د لاس رسي وړ اتصالات

عربي ټولنه د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د ځمکې د تبادلې ملاتړ کوي


په واشنګټن کې د عربي ټولنې غړي د جان کیري سره د ملاقات په مهال

په واشنګټن کې د عربي ټولنې غړي د جان کیري سره د ملاقات په مهال

اسراییلو د عربي ټولنې د هغه خبرې هرکلی کړی دی چې وايي د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د پولې په سر د خبرو په موخه د ځمکې د تبادلې د نظر ملاټر کوي.

د قطر صدراعظم شیخ حمد بن جاسم الثانې پرون دغه خبره د عربي ټولنې د هییت او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د ملاقات نه ورسته وکړه. هغه وویل چې د عربي ټولنې هییت د دواړو اړخونو لخوا « د پرتله كیدو وړ» او «لږ» ځمکې د تبادلې سره موافقه لري.

د اسراییلو د عدلیې وزیرې نن وویل چې د عربي ټولنې په دریځ کې د دغه بدلون سره به فلسطینیانو وکړی شي چې د راتلونکو مذاکراتو لپاره ضروري معاملې وکړي. هغې دا هم ویلي دي چې دغه بیان د اسراییلیانو لپاره هم یو پيغام لري او هغه دا چې د سولې پروسه به نه یوازې د فلسطینیانو سره خبرې وي بلکه د دغې پروسې په لړ کې به د سیمې په کچه خبرې اترې هم وشي.

د قطر د صدراعظم تبصره بیا د دې استازیتوب کوي چې د اسراییلو سره د سولې په برخې کې د عربي ټولنې په دریځ کې بدلون راغلی دی. عربي ټولنې د یوې لسیزې راهیسې دا پشنهاد کوی چې د دغې ټولنې د غړو هیوادونو سره د سولې لپاره باید اسراییل هغه ځمکې پریږدي چې د 1967 کال د جګړې نه ورسته یې نیولي دي.
XS
SM
MD
LG