د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند د سولې د شورا غړی معلم شاولی خان ووژل شول


Helmand peace
Helmand peace
په هلمند کی حکومتی ماموران واېې چې نن د طالبانو په ېوه برېد کی په دغه ولاېت کی د افغانستان د حکومت د سولې د شورا رېس وژل شوی دی.
د هلمند ولاېت ېوه وېاند عمر ځواک ووېل چې د سولې د شورا غړی معلم شاولی خان هغه مهال ووژل شول چې طالبانو لومړی بم وچاوه او بېا ېې ډزی وکړلی. په حمله کی د هلمند د والی مرستېال زخمی شوی دی.

د سولې عالی شورا ددی لپاره جوړه شوې چې په افغانستان کی د ١٢ کلن جنگ د پای ته رولو په خاطر طالبانو سره د د روغې جوړې ېوه لاره ومومی.
نننۍ حمله ېوه ورځ وروسته دهغې وشوه چې د سه شنبی په ورځ په هلمند کی درې برېتانوي عسکر د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کی ووژل شول.
دا وېره موجود ده چې د ٢٠١۴ مېلادی کال په پای کی کله چې دناټو ځواکونه خپل محاربوی عملېات ختم کړی نو په افغانستان کی تشدد او ناکراری زېاته شی.
ناټو او نور انډېوالان ېې لگېا دي د حکومت امنېتی ځواکونه د جنگ لپاره روزی خو په دی اړه ډېر شک موجود چې اېا هغوۍ به دناټو د ځواکونو د وتلو نه وروسته طالبانو سره د مقابلی کولو توان ولری او که نه .
XS
SM
MD
LG