د لاس رسي وړ اتصالات

99 په سلو کښې افغانان په هیواد کښې د شریعي نظام طرفداره دي، تازه سروې


په یوې تازه سروې کښې مالومه شویده چې په نړې کښې اکثره مسلمانان پدې باور دي چې باید په هغو ملکونو کښې دې اسلامي شریعت نافذ شي چې دوي پکښې ژوند کوي. خو زیاتره کسان بیا د دې طرفداره هم دي چې باید د نورو عقیدو پیرانو ته دې هم د مذهب آزادي ورکړل شي. د امریکا غږ خبریالې جیروم سکولوسي پدې اړه رپوټ رالیږلی چې تفصیل یې عاشق الله رحیمزوی وړاندې کوي.
د نظر د مالومولو دا سروې د هغو مرکو پر اساس برابره شویده چې د پیو څیړنیز مرکز د 38 زرو نه د زیاتو کسانو سره مخامخ کړیدي. دا مرکې پداسې هیوادونو کښې د خلکو سره شویدي چې مسلمانان پکښې اکثریت او یا هم اقلیت دي.

د نظر د مالومولو د سروې تمرکز پدې باندې ؤ چې مسلمانان د مذهب او سیاست په اړه څه ډول نظر لري. د سرویې د مالوماتو له مخې د منځني ختیځ کښې په هرو لسو کسانو کښې شپږ یې پدې باور دي چې باید د هغوي په هیوادونو کښې دې ملي قوانين د شریعت له مخې نافذ شي، په افریقایي هیوادونو کې بیا په لسو کښې اته کسان د شریعت طرفداره دي خو په افغانستان کې بیا 99 په سلو کښې خلک غواړي چې هلته دې شریعي نظام وي.

د پیو د څیړنیز مرکز یو غړی، جیم بل چې دا سروې یې کړیده، وایي چې د دا شان مسایلو په اړه په یو شمیر هیوادونو کې مالومات راټولو ګران دي ځکه چې دا شان مسایل هلته جدي او حساس ګڼل کیږي.

" زمونږ په سرویې کې دا مالومه شوه چې د خلکو لخوا یو ښکاره او مشهور ځواب همدا وه چې اسلامي شریعت باید د هغوي د هیوادونو رسمي قانون وي. "

ښاغلی بیل وایي د ځینو پوښتنو نه هغوي ته مالومه شویده چې اسلامي شریعت په بیلا بیلو هیوادونو کې د خلکو تر منځ بل ډول تعبیر کیږي. بیل وایي خلک فکر کوي چې د جایدادونو او کورنیو شخړو په برخې کې شریعي قانون ډیر ګټور تمامیږي.

" په یو شمیر هیوادونو او ټولنو کښې د مرګ د سزا او یا د جنایي جرمونو په خاطر د اسلامي شریعت د تطبیق سره خلکو چندانې علاقه نه درلوده او یا پدې خاطر خلکو ته د مرګ سزا ورکول چې خپل دین او مذهب پریږدي او بل دین ته واوړي.


ښاغلی بیل وایي ګڼ شمیر مسلمانان سره لدې چې د شریعت طرفداره دي خو البته دا نه غواړي چې عین شان حکم دې په غیرې مسلمانانو باندې هم تطبیق شي. بیل وایي سره لدې چې په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې په غیرې مسلمانانو باندې محدودیتونه وضع شویدي خو زیات مسلمانان د دې طرفداره دي چې د نورو عقیدونو خلکو ته دې م مذهب آزادي ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG