د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوی خاص استازي وټاکل شو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کیری وویل پرون د جمعې په سهار مې د افغانستان او پاکستان مشرانو ته تیلیفون وکړ او ورته ومې ویل چې سفیر جیمزدوبین ومنله چې د افغانستان او پاکستان لپاره د راتلونکی خاص استازی په حیث وظیفه سرته ورسوي.
دی له ډیر پخوا نه ددغې سیمی سره ژور او اوږده روابط لری او زه ترې مننه کوم چې جمیزدغه وظیفه ومنله .

دا د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره یوه ډیره مهمه شیبه ده چې په افغانستان کې سیاسی، امنیتی او اقتصادی انتقال لا د پخوا نه روان دی چې یو دبل سره ارتباط لری او پاکستان کې انتخاباتو ته یوازې څو ورځې پاتې دي چې دا یومهم او تاریخي ډیموکراتیک انتقال دی.

د دواړو هیوادونو او په درسته سیمه کې د لوبغاړو سره خپل تاریخ ته چې نظر واچوم ددغی وظیفی لپاره صحیح شخص انتخاب شویدی چی دا یومهم لومړی کار و. جمیزبه ډیپلوماتیکي کوښښونه وکړي چې په سوله ایزه طریقه جنجال حل کړی چې په فعاله توگه به په سیمه کې د دولتونو او بین المللی ټولنې سره په تماس کی وي.
جیمز د طالبانو د راپرزولو نه وروسته په افغانستان کي زموږ لومړی ډیپلوماتیکي استازی و.ده د بن په کنفرانس کي د امریکا نمایندگي کوله چې د افغانستان نوی حکومت يي جوړکړاو د یود پاسه په دوه زرم کال کې کله چې په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانستل شو، ده د امریکا بیرغ ورباندی پورته کړ.

مخکې لدې نه چې د رینډ په مؤسسه کې د بین المللی امنیت او د دفاعی چارو د پالیسی د مرکزمدیرشي د بهرنیو چارو د وزارت یو مسلکی مامور و. په داسی حال کې چې ددی هیواد خدمت کوی، ده د بهرنیو چارو د وزارت او د امریکا د حکومت هغه کوښښونه يي پرمخ بیول چې غوښتل يي د بوسنیا، کاسواو او هیتی په شان هیوادونو کې سوله، ثبات او امنیت ټینگ کړی.
جمیززموږ د هیواد یو له تکړه ډیپلوماتانونه دی او د افغانستان او پاکستان لپاره د یوخاص استازي په حیث د خپل پوره مهارت او تجربی نه به کار واخلی . دده مقرری چې د سفیر مارک گراسمن او د فقید سفیرریچرهولبروک نه وروسته کیږی، ددی حکومت په هغه وعده باندی ټینگار کوی چې ددی هیواد ملی امنیت ته د اولیت حق ورکولو په باره کي يي کړیده چې ددی ډاډ ورکړی افغانستان او پاکستان محفوظ، باثباته او سوکاله هیوادونه وی.
XS
SM
MD
LG