د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا صوبې یو کاندید چې د راتلونکې اوونۍ په انتخاباتو کې پارلمان ته کاندید و، نن دشنبې په ورځ د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې ښه کاري زخمی شوی دی .

راج محمد چې د جماعت اسلامي د گوند لخوا ملي شورا ته کاندید و نن د اورکزېو په ایجنسئ کې په موټر یې د سړک غاړی په بمي چاودنه کې زخمی شو. سیمه ایزو چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې راج محمد او د هغه موټروان زخمیان شوي او موټر یې ډیر خراب شوی دی.

په یوه بله پیښه کې د کرکېټ دپخواني لوبغاړي او اوسني سیاستوال عمران خان پر گوند هم نن سهار وختي په پیښور کې بمي برید شوی دی. خو پولیس وايی چاته پکې زیان ندی رسیدلی.
بله خوا د جمعی په ورځ د کراچۍ په بندر ی ښار کې د یو کاندید پلویانو د راتلونکو انتخاباتو په خوشالئ کې خپلې وړی کشتئ په یو ځلي سمندر ته ښکته او سیاسي لاریون یې ترسره کړ.
رپوټونه وايی د می په یوولسمه به په پاکستان کی ټاکل شوي انتخابات لمړني دیموکراتیک انتخابات وي چې یو ملکي حکومت خپله دوره پوره پای ته رسوي او سېاسی واک بل حکومت ته سپاري.
XS
SM
MD
LG