د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پاکستان ته د پولې د نښتو په اړه خبرداری ورکړ


افغانستان په ګوشتې کې د نښتو له کبله پاکستان ته رسمي احتجاج ورکړ. افغانستان په پاکستان تور لګولی دی چې د دوشنبې په ورځ یې د پولې په اوږدو کې په افغاني ځواکونو برید کړی دی.

د پولې په سر د نښتو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو سخت بیان خپور کړی دی او ویلي یې دي چې که چیري دغه بریدونه دوام پیدا کړي نو ټول مسولیت به یې د پاکستان په غاړه وي.

دا لا څرګنده نه ده چې په نښتو کې مرګ ژوبله شوې ده او که نه. دغه نښتې بیا د دې سبب شوي چې په کابل کې په زرګونو خلګ لارو کڅو ته راووځي او مظاهرې وکړي. په دغه مظاهرو کې د «مرګ دې وي پر پاکستان» شعارونه ورکول کیدل.

د دوشنبې د ورځې نښتې په هغه سیمې کې شوي دي چې تیره اوونۍ پکښې د دواړو هیوادونو ځواکونو په یو بل باندې ډزې کړې دي. افغان چارواکو وايي چې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته هغه مهال وشوه چې پاکستاني ځواکونه هغه سیمې ته ورغلل چې پخوا یې هلته یوه دروازه جوړه کړې وه.

د تیرې اوونۍ په نښته کې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو. د پاکستاني چارواکو له قوله په نښتې کې چې د تیرې چهارشنبې په ماښام وشوه د پاکستان دوه عسکر ټپيان شوي دي.

پاکستان او افغانستان د نښتو د پيلیدو پړه په یو بل اچوي. دغه نښتې د ګوشتې په ولسوالۍ کې شوي دي. دغه هغه سیمه ده چې طالبان پکښې فعاله دي. چارواکي وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوشنبې د ورځې د توپخانې ډزو د څو ساعتونو لپاره دوام وکړ.
XS
SM
MD
LG