د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانستان ته د پولې د نښتو په اړه خبرداری ورکړ


پاکستان افغانستان ته خبرداری ورکړی دی چې که چیري د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې په سر نښتې زور واخلي نو د پایلو مسولیت به یې په غاړه نه وي.

د پاکستان حکومت نن په دغه هیواد کې تر ټولو لوړ رتبه افغان دیپلومات احضار کړی دی او ورته یې د «ناپاریدونکو ډزو» په اړه خبرداری ورکړی دی.

پرون افغانستان په پاکستان احتجاج کړی وو. افغانستان د ګوشتې په ولسوالۍ کې د نښتو مسولیت د پاکستان په غاړه واچاوه.

نن د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د پاکستان په ضد مظاهرې شوي دي. د کندهار په ښار کې د پاکستان په خلاف مظاهره شوې ده. مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت او د دغه هیواد د استخباراتو د سازمان ISI خلاف شعارونه ورکول.

په خوست او پکتيکا ولايتونو کې هم د پاکستان خلاف مظاهرې او غونډې شوي دي. مظاهره کوونکو د پاکستان خلاف شعارونه ورکول او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې د پاکستاني تاسيساتو د له منځه وړلو غوښتنه کوله.
XS
SM
MD
LG