د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ نولس کلن ټیم ملیزیا د ټورنامنټ سیمي فاینل ته ورسېد


cricket 19
cricket 19
د افغانستان د کرکټ نولس کلن ټیم ملیزیا د ټورنامنټ سیمي فاینل ته ورسېد
مطیع الله عابد

د ميي د دریمې نه په ملیزیا کې پیل شوو لوبو کې د افغانستان په خپل گروپ الف کې ټول ټیمونه ډیر په واضحه فرق سره مات کړل. د متحده عربي اماراتو او د هانگ کانگ ټیمونه چې د افغانستان سخت حریفان گڼل کیدل هغه ېې ډیر په اسانۍ سره ووهل او د اینده سیمي فاینل دپاره ېې هم ټولې اندیښنې رفع کړې . اوس چې افغانستان په سیمي فاینل کې د ملیزیا سره او متحده عربي امارات د نیپال سره مخامخ کیږي. نو د افغانستان د اول مقام گټلو او د کرکټ راتلونکي انډر ١٩ نړیوال جام ته رسیدلو چانس ذیات شویدی.
د گروپ په څلورو لوبو کې د افغانستان نولس کلن کرکټ د لوبې په ټولو ساحو بالنگ بیټنگ او فیلډنیگ کې غوره لوبه وښودله. د اولې لوبې نه تر اخرې پورې ېې خپل مورال او کمال دلاسه ورنکړو . بلکې د تايي لینډ ټیم خو ېې نړیوال ریکارډ هم جوړ کړو. په لومړی لوبه کې چې د سعودي عربستان سره. افغانستان عرب ټیم په ١٦٦ منډو د میدانه خارج کړو. د مسلم موسی څلور او ضيا الرحمن دریو وکټو ټوله لوبه یو طرفه کړه او ا فغانستان په لسو وکټو وگټله .د شاهدالله ٨٦ او د منگل ٥٦منډو ورته کامیابي په یو دیرشم اور کې راوړه
دویمه لوبه چې د پخواني حریف متحده عربي اماراتو سره وه. د افغانستان ملي ټیم هم د چې د عربي اماراتو سره مخامخ کیږي نو د گټلو نه ذیات د بایللو اندیښنه ېې وي. چې عوامل ې څه پټ او څه ښکاره دي. خو نولس کلن ټیم دا ځل هغه ټولې اندیښنې غلطې ثابتې کړې او افغانستان د متحده عربي اماراتو نه په ستر فرق ١٦١ منډو لوبه وگټله. افغانستان په خپل نوبت ٢۴٦ منډې وکړې چې پکې د حشمت الله شاهدي ٩٢ د منگل ٥٥ او د شاهد الله ٥٦ د یادولو وړ دي. خو بیا بالنگ کې د شاهدي درې او د ظاهر شهزاد او ضیا الرحمن دوه وکټو د اماراتو د گټلو ارمان خراب کړو اوافغانستان ورنه د خپلو مشرانو بدل واخیست
دریم لوبه چې د تایي لینډ سره وه ډیره تاریخي وه. افغانستان نولس کلن ټیم په یو ورځنی لوبه کې ۴٢١ منډې وکړې چې ستره خبره ده. د شاهدي ١٥٣ منډې او د خیبر عمر ٨٨ او شاهدالله ٦٧ منډو تايي لینډ ته غټ غر ودروه. خو تای لینډ ټول یولس ځوانان په ٢٦ منډو وسوزیدل چې دې افغانستان د ٣٩٥ منډو په ستر فرق لوبه وگټله.
څلورمه او د گروپ میچونو اخري لوبه د هانگ کانگ ټیم سره وه چې گټلې ېې په دې ضروري وو چې بیا سیمي فاینل کې دبل گروپ اسانه ټیم سره لوبه برابره شي. دا لوبه هم د اتو وکټو سره وگټله .افغانستان د هانگ کانگ ټول ټیم په ٩٠ منډو وسوزه. داځل ظاهر شهزاد ۴ وکټو کار وکړو. په ځواب کې افغانستان لخوان شاهدالله او منگل ډیر په اسانه سره هدف پوره کړو او خپل ټیم ېې په ډیر ویاړ سره سیمي فاینل ته ورساو.
اوس دې ته انتظار دی چې د جمعې سیمي فاینل او د شنبې فاینل وگټي نو بل کال فروري کې به د دوبۍ نړیوال ټورنامنټ ته ورسیږي. دې سره د افغانستان دپاره دې راتلونکې جون کې د دویمې درجې د غړیتوب اخیستو دپاره هم جواز قوي شي. د افغانستان د نولس کلن ټیم په دې بریا کې باید د ټیم دلوبغاړو نه علاوه د روزونکو دولت احمدزي ،حاجي ولي امین ، منیجر شیر اغا همکار او نور د کرکټ بورډ کوششونه هم باید هیر نشي. ځکه چې د هر بري تر شا د فزیکي اداري او مالي ملاتړ شتون ډیر مهم دی. که افغانستان د کرکټ په شان نورو ډگرونو کې هم سالمه سیالي ولري او کپتان سمه کپتاني او لوبغاړي سمه خواري وکړي نو افغانستان به د نړۍ میدان کې ډیر ریکارډونه جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG