د لاس رسي وړ اتصالات

د چهارشنبې په ورځ هم په یو شمیر ښارونو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې وشوي


ارشیف
ارشیف

د چهارشنبې په ورځ هم د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې وشوي.

د لغمان او ننګرهار ولایت په زرګونو اوسیدونکو او د پوهنتون محصلینو د پاکستان پرضد مظاهرې وکړې. لاريون کوونکو د پاکستان پر خلاف د جهاد اعلان وکړ او له خپلو امنيتي ځواکونو څخه يي د ننګې تر څنګ له مرکزي دولته غوښتنه وکړه، چې سرحدي ځواکونه دې په درنو وسلو سمبال کړي. د لغمان په مظاهرو کې د پاکستان بيرغ ته اور واچول شو او پر دغه هیواد یې دمرده باد شعارونه ورکول.

د ننګرهار پوهنتون محصلينو بيا د درونټې په ساحه کې د کابل جلال اباد لويه لاره تر یوه وخته د ټرافيکو پر مخ و تړله. مظاهره کوونکو د پاکستاني پوځيانو د وروستيو کړنو غندنه او له خپلو امنيتي ځواکونو څخه يي ملاتړ څرګنداوه.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیمه لیکه

په مزار شریف کې هم د چهارشنبې په ورځ په لسګونو کسانو د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو د پاکستان خلاف شعارونه ورکول. یو تن مظاهره کونکي، عبدالحکیم غفورزي وویل: «زمونږ خلک تیار دي ترڅو په خپل سر او مال د خپلې خاورې له هرې لویشتې دفاع وکړي. مونږ لکه د خپلو نیکونو په شان د خپل هیواد د آزادۍ، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه ساتنه کوو.»

ښاغلي غفورزي زیاته کړه چې د اعتراض نه یې بل هدف دا دی چې د اسلامي کنفرانس غړي هیوادونه د پاکستان «دې ښکاره تجاوز» ته پاملرنه وکړي او په دې اړه لازمې اقدامات وکړي.

د مزارشریف مظاهره کونکو یو پریکړه لیک هم صادر کړ. مظاهره کونکو دغه پریکړه لیک په مزار شریف کې د پاکستان کونسولګرۍ ته وسپاره.

please wait

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00
مستقیمه لیکه

بل پلو ته د چهارشنبې په ورځ د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې په مظاهرې کې ۸ کسان وژل شوي دي او ۱۰ نور بیا ټپیان شوي دي.دکندهارامنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې په دغو مظاهره کوونکو کې طالبان ورګډ شوي وو چې لومړۍ یې د کندهار-هرات له لویې لارې څخه ۲ تنه مسافرین یې وژلي او ۳ تنه نوریې ټپیان کړي وو. هغه دا هم ویلي دي چې د میوند په ولسوالۍ کې بیا د تیلو پمپونو، دوکانونو، موټرانو، دولتي تاسیساتو اوعامه شتمنیو ته اور اچول شوي وو. چې ورسته بیا د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ۸ تنه وژل شوي دي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان د کندهارنظامي روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ بلل کیږي .
د کندهار ولایتي چارواکي وايي چي سوله ییز مظاهرې د ولسي خلګوحق دی خو دوی وايي چې وسله وال مخالفين تل هڅه کوي چي له ولسي خلګوڅخه د ځان په ګټه کارواخلي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG