د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې نیت نه درلود چې د ډیورنډ کرښه دې رسمي سرحد وي، تاریخپوه


پاک افغان سرحد
پاک افغان سرحد
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي شخړو نه وروسته چې یو افغان سرحدي پولیس پکښې ووژل شو، د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو اندازه لوړه شویده.

شخړه د ډیورنډ د کرښې په سر ده. د ډیورنډ کرښه هغه جنجالي سرحد دی چې برتانیې کله چې په ټول هند واکمني کوله، د افغانستان د هغه وخت د واکمنانو سره لاسلیک کړیدی خو افغانستان هیڅکله هم دغه سرحد په رسمي ‌ډول ندی پیژندلی. تاریخ پوهان وایي د ډیورنډ کرښه د برتانیې د استعمار داسې یو میراث دی چې برتانویان اوس هم مجبور دې ځواب ورته ووایي.

د دواړو هیوادونو امنیتي ځواکونو پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کړیدي. افغانستان پدې تازه ورځو کښې په سل ګونه عسکر سیمې ته استولي چې په جګړې کې د سرحدي پولیسو ملاتړ وکړي.

افغانستان په پاکستان تور لګوي چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کښې پوځي پوسته جوړه کړیده، افغانان وایي چې پاکستاني عسکرو دا پوسته د افغانستان په خاورې کښې دننه جوړه کړې.

خو پاکستان بیا دا نه مني چې ګواکې هغوي د افغانستان خاورې ته ننوتي دي بلکه وایي چې دا پوسته هغوي د ډیورنډ په کرښې جوړه کړیده. د ډیورنډ کرښه یو برتانوي دیپلومات چې موریټامر ډیورنډ نومیده په 1893 میلادي کال کښې رامنځته کړیده.

د رویټرز خبري اژانس د امنیتي چارو یوه خبریاله مایره مک ډانالډ چې د همدې سیمې په اړه یې یو کتاب هم لیکلی وایي چې د ډیورنډ کرښه یو جنجالي موضوع ده.

" افغانانو هیڅکله هم د ډیورنډ کرښه په رسمیت نده پیژندلې حتی طالبانو هم په افغانستان کښې د خپلې واکمنۍ پر وخت دا کرښه په رسمیت نه وه پیژندلې. پاکستان تل دا کوښښ کړی چې دا کرښه دې په رسیمت وپیژندل شي مګر افغانستان وایي چې دا کرښه د برتانیې لخوا په هغوي تپل شویده. "

بل پلو بیژن عمراني چې د مرکزي آسیا د هیوادونو یو تاریخ پوه دی، وایي د ډیورنډ د کرښې په اړه د اسنادو نه دا څرګندیږي چې برتانیې هیڅکله هم دا نیت نه درلود چې دا کرښه دې یو نړیوال سرحد وي بلکه د دې کرښې هدف دا ؤ چې د برتانیې په امپراطورۍ باندې د روسیې د حملو مخه ونیول شي.

" سره لدې چې د برتانوي هند عادي قوانین د دغې سیمې د لوړو څوکو پورې رسیدلې ؤ خو هغه پښتانه قومونه چې پدې غرونو کښې اوسیدل، برتانیې د هغوي لپاره یو قانون درلود چې په سرحدي سیمو کښې د جرمونو قانون یا (ایف سي آر) نومیده. دا قانون د هماغه وخت نه راپدیخوا هلته شته د کوم وخت نه چې د ډیورنډ کرښه ایستل شویده. دا ډول قوانین د بشري حقونو د عصري نورمونو سره هیڅ سر نه خوري خو بیا هم پدې سیمې کښې ترې کار اخیستل کیږي.

د ایف سي آر د قانون له مخې چې په 1848 میلادي کال کښې د برتانیې لخوا په قبایلي ایجنسیو کښې په پښتنو قومونو نافذ شوی ؤ، هغوي حق نه درلود چې بندې کیدل رد کړي، یا په قانوني توګه د خپل ځان استازیتوب وکړي او یا دعادلانه محکمې لپاره شواهد وړاندې کړي.
میرمن مایره مک ډانالډ وایي دا قانون نن هم پدې سیمې باندې ژور اثرات لري.

" تر کومه ځایه چې د امریکایانو لپاره مهمه ده، دا هماغه سیمه چې د بې پیلوټه الوتکو ټول بریدونه پکښې کیږي. دا داسې یو سیمه ده چې اصلي حالت او موقف یې بیخي مالوم ندی. د دې سیمي خلک نشي کولي چې په ښکاره او آزاده توګه د حالاتو په اړه خپل غږ راپورته کړي او بله داچې اسلامي بنسټ پالو ډلو هم هلته خلکو ته جدي ستونزې پیدا کړیدي. "

د ډیورنډ کرښې پښتانه قومونه سره پخپلو منځونو کښې ویشلی دی، تاریخ پوه بیژن عمراني یو ځل بیا وایي چې افغانستان د ډیرې پخوا نه دا غوښتنه درلوده چې د هغوي خاوره دې ورته بیرته ورکړل شي.

" پاکستان دا ویره لري چې افغانستان به کوښښ وکړي چې دا سیمه د خپلې خاورې سره یو ځای کړي او د پاکستان نه به د پښتنو سیمه بیله کړي. افغانان پدې پوهیږي چې پاکستانیانو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په همدغو قبایلي سیمو کښې طالبان روزل او هغوي یې پدې خاطر افغانستان ته استول چې د دې ملک په چارو کښې مداخله وکړي. "


د رپوټ له مخې برتانویان اوس هم د خپل تاریخ د استعمار د میراث په خاطر د ستونزو سره لاس او ګریوان دي. څه موده وړاندې د کینیا درې اتباعو په محکمې کښې په برتانیې عریضه وکړه چې د 1950 لسیزې د یوه قانون له مخې هغوي ته شکنجه ورکړل شویده. دغو درې تنو کینیانو په محکمې کښې خپله دعوه وګټله او برتانیه به اوس هغوي ته تاوان ورکوي.
قانون پوهان وایي ددې قضیې له برکته به د نړې په ګوټ ګوټ کښې د برتانیې په خلاف خلک ادعاګانې وکړي.
XS
SM
MD
LG