د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: اسد نه شي کولای د انتقالي حکومت برخه وي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د جمهوررئیس بشار اسد په هکله خپل دریځ سخت کړی او ویلي یې دي چي بشار اسد نه شي کولای چی د انتقالي حکومت چي هدف یې د کورنۍ جگړې نه د هغه هیواد ژغورل دي، یوه برخه وي.

کیري دا تبصره پرون د پنجشنبې په ورځ په روم کي د اردن د بهرنیو چارو د وزیر ناصر جدي سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کي وکړه. هغه وویل:« د بهرنیو چارو وزیر به د پخوا په شان زموږ سره کار ته دوام ورکړي چي ټولي خواوي خبرو ته حاضري کړي او موږ وکړاي شو ددواړو خواو په رضائیت او قناعت سره یو مؤثر انتقالي حکومت منځ ته راوړو او دا زموږ د قضاوت په اساس په ښکاره توگه دا ښئي چي جمهوررئیس اسد به ددغه انتقالي حکومت یوه برخه نه وي.»

داسي ښکاري چي دا بیان د امریکا دریځ څرگندوي.

ښاغلي کیري د سه شنبې په ورځ ویلي و چي د یوه انفرادي شخص په توگه دا ده ته ناممکنه ده چي دا وگوري چي جمهوررئیس اسد دي په آینده کي په سوریې باندي حکومت کوي، مگر هغه دا هم وویل چي د سوریې د جمهوررئیس د آیندې ټاکل دده په لاس کي نه دي.
XS
SM
MD
LG