د لاس رسي وړ اتصالات

دنورستان ولايت دملي امنيت مرستيال وژل شوى


دنورستان ولايت وياند محمدظاهربهاند وايي چې نن غرمه دملي امنيت مرستيال ريس له خپل کور څخه وتو په حال کې وه چې دکور دوره سره پرې ځاى پرځاى شوى ماين وچاوديد.

وياند ددغې پېښې مسوليت پروسله والو مخالفينو واچاوه.
خواخوا وسله والو مخالفينو لا تردامهاله ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
دالومړى ځل دى چې په دغه سرحدي ولايت کې دملي امنيت يو لوړپوړى چارواکى په خپل کور کې دماين پرچاودنه وژل کېږي.

اخوا دننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفينو دسرک دغاړې پريوې چاودنې پنځو تنو پوليسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عيني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه پوليسان وژل شوي او درې تنه نور زخميان شوي خو دولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې په دې پېښه کې يوتن وژل شوى او څلورتنه زخميان شوي دي .
دى وايي چې ددغې پېښې په تور درې تنه شکمن کسان چې په وسله والو بريدونو کې يې لاس لاره هم نيول شوي دي.

ددې پېښې مسوليت لا تر دې دمه کومې مخالفې وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
XS
SM
MD
LG