د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: افغانان دې د انتقال مسولیت په غاړه واخلي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانان باید د انتقال د پروسې مسولیت پخپله په غاړه واخلي. هغه دغه خبره نن په برلین کې د افغانستان او پاکستان لپاره د تماس د ډلې په یوې غونډې کې کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر (Guido Westerwelle ) وايي: «د افغانستان خلګ باید چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخې کې بریاوي چې په سختۍ سره ترلاسه شوي دي وساتي. د افغانستان خلګ باید د باوري، شفافه، او عادلانه انتخابات او د فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړي.» د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي چې ټولو افغانانو ته باید اقتصادي فرصتونه برابر شي.

په دغه غونډې کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز دابنس (James Dobbins) هم برخه اخیستې وه.

د غونډې د پرانستلو په مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین وویل چې په پاکستان کې د انتخاباتو په نتیجه کې د یوه قوي حکومت جوړیدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ د زیاتیدو لپاره یو ښه فرصت دی.

د افغانستان او پاکستان د تماس ډله د پنڅوسو هیوادونو او نړیوالو موسسو نه جوړه ډله ده چې امریکا او اروپایي هیواونه هم پکښې شامل دي.
XS
SM
MD
LG