د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو څلور نور ترکان هم خوشي کړل.


طالبان وايي چې پاته څلور ترکان یې هم د «ښه نیت» له مخې د سې شنبې په ورځ خوشي کړي دي.

طالبانو دغه کسان د اپریل په ۲۱ نیټه هغه مهال برمته کړل چې یوې هلیکوپترې، چې برمته شوي کسان پکښې سپاره وو، د لوګر په ولایت کې بیړنۍ ناسته وکړه. په برمته شوو کسانو کې اته ترکان، یو روسی، یو قرغز او یو افغان ترجمان شامل وو.

د اتو ترکانو د ډلې نه څلور یې د یکشنبې په ورځ خوشي شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خپور شوي پیغام کې ویلي دي چې دغه څلور ترکان یې د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال خوشي کړيدي. د ترکیې جمهور ریس رجب طیب اردغان هم د ترکانو د خوشي کیدو خبر تایید کړی دی.

طالبانو د درو نورو برمته شوو کسانو په اړه، چې یو افغان ترجمان هم پکښې شامل دی، څه نه دې ویلي.

د برمته شوو کسانو د خوشي کیدو په اړه د لوګر د ولایتي شورا ریس عبدالولي وکیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پاته کسانو د خوشي کیدو لپاره هم هڅې رواني دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG