د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امریکا په یوه تبع د جاسوسۍ تور لګولی


روسیې په مسکو کښې د امریکا د سفارت یوه کارکوونکي ته امر کړی چې ژر تر ژره دې د هغه هیوادو نه واوځي.

روسیې پدغه امریکایي باندې تور لګولی چې غوښتل یې د روسیې د استخباراتو یو منصبدار ددې لپاره استخدام کړي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) لپاره دې کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند پیټریک وینټرویل خبریالانو ته دا تائید کړه چې په مسکو کښې د امریکا د سفارت یو کارکوونکي د لنډ مودې لپاره د روسیې د چارواکو لخوا نیول شوی ؤ خو وروسته بیا خوشې شو.

" مونږ هم د هغه د نیول کیدو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو دوزارت اعلان کتلی دی خو البته تر دې دمه زمونږ سره نور مالومات نشته"

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو ادارې ویلي دي چې د ریان فاګل په نامه د امریکا یو تبع یې د لنډې مودې لپاره ونیوه. دغه اداره وایي چې ښاغلی فاګل یې د ځینو خاصو تخنیکي وسایلو، زیات شمیر نعدو پیسو او هغه لیک سره نیولی دی چې غوښتل یې یو روسی ددې لپاره استخدام کړي چې د هغه لپاره د جاسوسۍ کار وکړي.

د روسیې مطبوعات وایي پدې لیک کښې د روسیې د استخباراتو یوه صاحب منصب ته د سلو زرو امریکایي ډالرو وړاندیز شوی ؤ او دا هم پکښې ویل شوي ؤ چې که چیرته د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) سره همکاري وکړي نو د یو میلون ډالرو پورې پیسې به ورته ورکړل شي.

رپوټ وایي تمه کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به په سویډن کښې د شمالي قطب د شورا د غونډې پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف سره وګوري. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلی وینټرویل یو ځل بیا وایي چې د امریکا د سفارت پدې کارکوونکي باندې د جاسوسۍ تور به د سوریې په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو د هڅو مخه ونه نیسي.

" مونږ ددې کنفرانس د جوړیدو په خاطر د روسیې سره ګډ کارکولو ته ژمن یو او د بهرنیو چارو دوزارت هڅې پدې برخې کې ادامه لري. "


د روسیې د بهرنیو چارو وزرات پرون د سه شنبې په ورځ په اعلامیې کښې ویلي دي ، پداسې حال کښې چې د امریکا او روسیې ولسمشران د دوه اړخیزه همکارۍ لپاره د چمتوالي اعلان کړیدی خو که چیرته د سړې جګړې د وخت په شان دا ډول پارونکي اقدامات ادامه ولري، نو ښکاره خبره ده چې د دوه اړخیزه اعتبار او باور رامنځته کیدل د ستوزو سره مخامخ کوي.
XS
SM
MD
LG