د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب اسلامي په برید کې شپاړس کسه ووژل شول


 د شاه شهید په سیمه کی د ځانمرګی برید ځای
د شاه شهید په سیمه کی د ځانمرګی برید ځای
د کابل امنیه قومندان محمد ایوب سالنګي وایي چی یوه ځانمرګی بریدکوونکی د پنجشنبی د ورځی شاوخوا اته بجې د کابل د اتمې حوزې د شاه شهید په سیمه کې د چاودیدونکو موادو ډک خپل موټر د بهرنیو ځواکونو د موټرو مخې ته وچوی چې له امله یې په دغه سیمه کی خلکو ته تلفات واوښتل.

سالنګي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چی پدی برید کی لس کورونه ویجاړ شو او تر لسو پوری د خلکو موټری هم زیانمې شوي دي .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په پیښه کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او اوه دیرش نور ټپیان شوي دي. د رپوټونو له مخې په پېښه کې د ناټو شپږعسکر وژل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر بکتاش ترکستاني د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پدی پیښه کی د پنځو وژل شویو کسانو مړي بیخی سوزیدلي او د پیژنګلوی نه وتلي دي .

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو یو ویاند جګړن براین پوټیل د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چی دا برید د نړیوالو ځواکونو د موټرو د کاروان مخې ته شوی دی.

جګړن براین پوټیل زیاته کړه چی نړیوال ځواکونه د افغان ځواکونو سره ددې پیښې په باب پلټنې کوي چی نتیجه به یی وروسته رسنیو سره شریکه شي.


ناټو وايي چې په وژل شوو کې څلور تنه ملکي قراردادیان هم شامل دي.

د امنیتي چارو مامورانو وویل چې په چاودنه کې ٣٧ کسان ټپیان شوي هم دي.

حزب اسلامی ددغې حملې مسوولېت پر خپله غاړه اخیستی او ددغه ګوند ېوه ویاند خبرېالانو ته ووېل چې په پوځي کتار کې موجود امرېکایې پوځي مشاورین یې د حملې هدف و.

حزب اسلامی هم د طالبانو په شان د ښاغلي کرزي د حکومت او خارجیانو پر خلاف تقرېبا عېن شان نظر او فکر لري.
XS
SM
MD
LG