د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري عمان ته تللی دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر عمان ته رسیدلی دی چې د دغه هیواد د سلطان سره ‎د سوریې په اړه خبرې وکړي. د عمان د سلطان سره ملاقات، د جان کیري د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په سوریې کې د سولې د راوستلو لپاره د نړیوال کنفرانس د تیاریو سره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړرتبه چارواکي ویلي دي چې که څه هم عمان په سوریې کې کوم مهم نقش نه لوبوي خو دغه هیواد په سیمې کې مهم هیواد دی او جان کیري غواړي چې د سوریې په اړه د سلطان قابوس نظر واوري.

عمان د امریکا متحد هیواد دی خو په عین وخت کې د ایران سره هم نږدې اړیکې لري.

امریکا او روسیه د سوریې د سولې په پشنهاد شوي کنفرانس کې د ایران د ښکیلولو په اړه د یو بل سره اختلاف لري.

روسیه وايي چې ایران دې په کنفرانس کې ګډون وکړي. امریکا پخوا د ایران د ګډون په اړه اعتراض کړی و خو اوس وايي چې تر اوسه پورې په کنفرانس کې د استازو د ګډون او نه ګډون په اړه پریکړه نه ده شوې. تیره اوونۍ، فرانسې وویل چې نه غواړي ایران په دغه کنفرانس کې برخه واخلي.

په سوریې کې د سولې د راوستلو لپاره نړیوال کنفرانس به د جون په میاشتې کې جوړشي. د دغه کنفرانس د جوړیدو پشنهاد امریکا او روسیې کړی دی.
XS
SM
MD
LG