د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات او هلمند کې 10 افغان پولیس وژل شوي دي


په هرات کې چاودنې شپږ پولیس وژلي دي. چارواکي وايي چې د سړک د غاړې د بم دغه چاودنه نن د هرات ولایت د اوبې په ولسوالۍ کې شوې ده.

دغه پولیسو د سلما د بند ساتنه کوله. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه پيښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د دغه ډول بریدونو پړه زیاتره په طالبانو باندې اچول کیږي.

بل پلو ته د هلمند په ولایت کې طالبانو په یو شمیر امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي دي او څلور پولیس یې وژلي دي.

د هلمند د ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په نښتو کې په لسګونو طالبان وژل شوي دي. د هغه له قوله په دغو بریدونو کې چې د سنګین په ولسوالۍ کې شوي دي په سلګونو طالبانو برخه اخیستې وه.

د هلمند د ولایت د والي ویاند عمر ځواک، د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکې کې، ویلي دي چې په سیمې کې افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات پيل کړي دي او هلته اوس امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی. د طالبانو یوه ویاند بیا ویلي دي چې د هلمند په بریدونو کې یې لس عسکر وژلي دي.
XS
SM
MD
LG