د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د هند د ولسمشر او صدراعظم سره وکتل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند د مشرانو سره په دې هیله کتلي دي چي مخکي له دې چي بل کال ته نویوال عسکر د افغانستان نه ووځي، هند د افغانستان سره خپلي پوځي مرستې ډیرې کړي.

ښاغلي کرزي د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه چي د هند د ولسمشر پرناب موکرجي سره یې وکتل، د صدراعظم منموهن سنګ سره هم خبرې وکړې.

ویل کیږي د افغانستان ولسمشر به وروسته له هغه چې د ناتو قواوي د بل کال تر پای پوري د افغانستان نه وځي د خپل هیواد د امنیتي قواو د تقویې او پیاوړتیا او د پوځي کمبود د پوره کیدولپاره د هند مرسته وغواړي. هند د افغانستان متحد هیواد دی.

د سې شنبې په ورځ هندوستان افغانستان ته د روزنې او بیا رغونې په برخې کې د مرستو وړاندیز وکړ.

د هند د ولسمشرۍ د دفتر نه په څپور شوی بیان کې راغلي دي چې د هند ولسمشر موکرجي ویلي دي چې هندوستان اماده دی چې، ترخپله وسه، «د ادارو په جوړولو، روزنې، او د تجهیزاتو په برخې» کې مرسته وکړي. خو په دغه بیان کې دا نه دې ویل شوي چې په دغو مرستو کې پوځي مرستې راځي او که نه.

د ملاقات نه مخکې، د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي و چې افغانستان به د هند نه د امنیتي ځواکونو د تقویې او پياوړتیا په برخې کې مرسته وغواړي. په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د امریکاغږ آشنا تلویزون سره په مرکې کې هم همدغه خبره وکړه. هغه وویل چې افغانستان غواړي چې هندوستان په امنیتي او دفاعي برخې کې ورسره همکاري وکړي.

ولسمشر کرزي نن ناوخته د هند د صدراعظم، منموهن سنګ سره وکتل خو د دغې کتنې په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.
XS
SM
MD
LG