د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی وايي چي د قوي اقتصادي پروګرامونو په موجودیت کې کیدای شي چې په پنځو کالنو کې افغانستان خودکفا شي. هغه وايي چي د کرهنې سکتور، برېښنا او د اورګاډي د پټلیو غځولو ته توجه کولای شي چې افغانستان له موجوده خراب اقتصادي حالت نه وژغوري. هغه دغه خبره د آشنا راډیو د همکار عزیزالله پوپل سره په مرکې کې کړې ده. په دغه مرکې کې محمود کرزي دا هم ویلي دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې یې ورور قیوم کرزي کاندید دی.