د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه به سوریې ته پرمختللي توغندي ورکړي


د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، سرګي ریابکاف

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، سرګي ریابکاف

یوه لوړرتبه روسې ډیپلومات ویلي دي چې مسکو به سوریې ته د دافع هوا پرمختللي توغندي ورکړي. هغه وايي چې روسیه دغه کار د دې لپاره کوي چې په سوریې کې د هرډول بهرنۍ مداخلې مخه ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکاف (Sergei Ryabkov) د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هغه قرارداد په اساس چې څو کاله وړاندې لاسلیک شوی دی، مسکو به سوریې ته د دافع هوا S-300 ډوله میزایلونه ورکړي.

روسیې د اروپايی اتحادیې په هغه پریکړې انتقاد کړی دی چې په ترڅ کې به یې د سوریې یاغیانو ته د وسلو د ورکولو بندیز لیرې شي او د سوریې په حکومت باندې به بندیزونه په ځای پاته شي.

روسیې ویلي دي چې د اروپایي اتحاد دغه اقدام به د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د کنفرانس د جوړولو هڅو ته تاوان ورسوي.
XS
SM
MD
LG