د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د صدراعظم مرستیال بخښنه وغوښته


 ترکیې د صدراعظم مرستیال بولانت ارینچ Bulent Arinc
ترکیې د صدراعظم مرستیال بولانت ارینچ Bulent Arinc

د ترکیې د صدراعظم مرستیال د پولیسو لخوا د مظاهره چیانو د ځپلو پخاطر بخښنه غوښتې ده. په ترکیې کې سې شنبې په ورځ هم مظاهرې رواني وي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال بولانت ارینچ Bulent Arinc ویلي دي چې د مظاهره چیانو خلاف، چې د چاپیریال د ساتنې په موخه یې مظاهرې کولي، د «زیات زور» نه کار اخیستنه غلط کار و. خو هغه ویلي دي چې حکومت یې د هغو خلګو نه بخښنه نه غواړي چې عامه شتمنیو ته یې تاوان رسولی دی او دخلکو په ازادی کې مخه یې نیولې ده.

د صدراعظم مرستیال بولانت وویل « . . . د هغو خلکو خلاف د ډېر قو ت نه کار اخېستل، چې د چاپېرېال د ساتنی لپاره ېې مظاهری کولی، درست کار نه و. غېرعادلانه کار و. نو زه له دغو ښاریانو نه بخښنه غواړم، زه په قاطعیت سره دا ویلی شم. خو زه دا فکر نه کوم چې موږ دې ته ضرورت لرو چې له هغو خلګو نه معذرت وغواړو چې عامه شتمنی یې تخریب کړي او پر سړکونو یې کوشش کړیدی چې د خلکو د آزادی مخه ونيسي.»

بولانت ارنچ وویل چې دی به د لومړنۍ مظاهرې له تنظیموونکو سره ملاقات وکړی. دغو کسانو تیره جمعه په دې مظاهره کړې وه چې د حکومت د پلان سره مخالفت وکړی چې د تقسیم په میداني کې یې یو پارک په تجارتي ساحه بدلاوه.
بولانت ارنچ وویل چې په دې مظاهرو کې 244 پولیسان او 64 مظاهره چیان زخمیان شویدي. د تیرو ورځو په شان، د سې شنبې په ورځ هم په استانبول کې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت او پرکولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړی دی.
XS
SM
MD
LG