د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: د خوست سره د افغانستان امنیت تړلی دی


د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی
د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی
ابراهیم رحیمي – خوست

له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ په خوست کې په يوه غونډه کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت خبرې وکړې.

هغه وويل، د ۲۰۱۴ ميلادي کال په رانږدې کېدو سره، چې ناټو ځواکونه به له افغانستانه وځي، افغانان دا ډاډ ترلاسه کوي، چې امنيتي وضعيت هغسې نه دی، چې دوی يې په اړه اندېښمن وو.

ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي پر دې ټينګار وکړ چې افغان امنيتي ځواکونه تر بل هر وخت اوس پياوړي، متحد او د يوه موټي افغانستان څخه د دفاع جوګه شوي دي.

«دوه کاله پخوا موږ او تاسې په دې اطمينان نشو غږيدلای، چې که زموږ نړيوال دوستان ووځي، خدای مه کړه دا تشه به رانشي. نن فضل د خدای په دې يقين غږېږو، چې تشه نه رامځنته کېږي. او دا د څه برکت دی؟ ولس، ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت په يو ځای او په يو لاس سره درېدلي دي. د اتفاق نه لوی قوت نشته.»

د امنيتي مسووليت د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي همدارنګه د افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه، چې د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره له دوی سره ودرېږي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي چې د خوست ولايت ګڼ شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو ته یې خبرې کولې وويل د خوست د ولايت له امنيت سره د هېواد امنيت تړلی او زياته يې کړه، چې د خوست ښه او خراب امنيتي وضعيت تر کابله پر خلکو مثبت او منفي اغېز کولای شي.

«تاسو ملي اردو او ملي پوليسو څخه ډېر سخت ملاتړ کړی دی. په دې ملاتړ باندې ټول افغانستان آرامېږي، پوهېږئ، چې ولې؟ د کابل دروازه لوګر ندی، د کابل دروازه پکتيا نه ده، د کابل دروازه خوست دی. که خوست آرامه وي، پلازمېنه ارامه ده. که خوست خدای مه کړه ناارامه وي، پلازمېنه ناارمه ده. نن فضل د خدای د خوست په اهميت باندې پوهېږو، نو ځکه خوست باندې پانګه اچونه پکار ده.»

د خوست والي عبدالجبارنعيمي هم وايي چې د پخوا په پرتله يې د ولسي خلکو ملاتړ زيات شوی او دا د دې لامل ګرځيدلی، چې امنيت ورځ تر بلې د ښه کېدو او د وسله والو طالبانو نفوذ د له منځو تلو په حال کې دی.

د خوست والي هيله څرګنده کړه، چې که حالت همداسې دوام وکړي، نو په دغه سيمه کې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لاښه زمينه برابرېږي.

«په دې ولايت کې په مختلفو برخو کې د امنيت د انتقال له پروسې وروسته تشويشونه وو. موږ چې کوم ورباندې بحث کړی، اوس ډېر مطمئن يو. دا د ځوانانو، سپين ږيرو، قومي مشرانو او د خلکو ملاتړ دی، چې نن موږ د امنيت په برخه کې ډېر زيات ډاډه يو.»

د خوست قومي مشرانو هم د ډاکټر اشرغني احمدزي د خبرو په عکس العمل کې د افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ له افغان حکومت سره ژمنه وکړه، چې تر څنګ به يې درېږي.

دغو قومي مشرانو د نړيوالې ټولنې د مرستو څخه د مننې تر څنګ بيا هم له دغې ټولنې غوښتنه وکړه، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او يوازې يې پرېنږدي.

په دې اړه يو قومي مشر ګل محمد داسې وايي: «موږ په کامله معنی مرکز ته ډاډ ورکوو، چې که په خوست کې يو بهرنی هم پاتې نشي، دا خاوره به مو ساتو، د سر او وينې په قيمت. له بهرنيانو موږ ډېره مننه کوو، چې په ډېر حساس وخت کې يې له موږ سره مرسته کړې ده او دا به هيڅکله موږ هېر نه کړو. دوی هم بايد افغانستان هېر نه کړي، لکه څه ډول مرستې يې، چې کړې دي، همدغسې مرستې وکړي، مو ورته سترګې په لاره يو او موږ ضرورت لرو.»

د خوست د مرکز امنيتي مسووليت تېر کال له ناټو ځواکونو څخه افغان امنيتي قواوو ته وسپارل شو. له هغه راوروسته د دې ولايت له اکثريت ولسواليو څخه بهرني قوتونه وتلي او اوس ټولې امنيتي چار د افغانانو له لوري تنظيمېږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
مستقیمه لیکه

سره له دې چې دغه سيمه له شمالي وزيرستان سره، چې د حقاني شبکې مرکز ګڼل کېږي، پوله لري، خو بيا هم اوسني وضعيت خلک لا نورې ښې وضعې ته هيله من کړي دي.
XS
SM
MD
LG