د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د امنیت چارې افغان قواو ته وسپارل شوې


Karzai NATO
Karzai NATO
دافغانستان ولسمشر حآمدکرزی وايی دافغانستان قواوې په ټول هېواد کې له نړېوالو نظامی اېتلاف نه امنېتی مسوولېتونه ترلاسه کوي.

ښاغلی کرزي د سه شنبې په ورځ کابل ته نژدی د امنیت د انتقال په دمراسمو په ترڅ کی په وینا کی وویل، افغان قواوی به د ټولو امنیتی فعالیتونو رهبری په غاړه ولری. هغه زېاته کړله چې دا په تېرې دولس کلنی جگړی یو غټ تاریخی پړاو دی.


د ناټو عمومی منشی جنرال اندرېس فاغ راسموسن وویل، د نړېوال نظامی اتلاف مهم او اصلی کوشش دادی چی محاربوی نقش به یی په ملاتړ کوونکی نقش باندی بدل شی.


مونږه به د افغانستان د پوځیانو سره په عملیاتو کې، په داسی وخت کی کومک وکړو چی ضرورت ورته ولری، مگر مونږه نور دا پلان نه لرو چی د عملیاتو رهبری وکړو، د دوه زره څوارلسم کال په اخر کی به زمونږه نظامی ماموریت بشپړ شی. هغه وخت به د امنیت چاری بیخې د افغانانو په لاس کی وی.

ښاغلی کرزي همدغه راز وویل چه حکومت به قطر ته ېو هیات ولیږی چی د طآلبانو سره د سولی خبری وکړی.

جمهورریس کرزي وویل، د افغانستان د سولی د عالی شورا، او د طالبانو ترمنځ د خبرو دپاره هیڅ شرط په منځ کې نشته، دده حکومت اصول وړاندی کړی وو.



دغه اصول خبرې کول دي، په قطر کی د خبرو د شروع کولو نه وروسته، نوری خبری باید په افغانستان کی وشی، دویم ټکی دادی چی دا خبری باید په افغانستان کی تشدد پای ته ورسوی. دریم ټکی دادی چی دا مذاکری باید په افغانستان کی د بل هیڅ دریم ملک او یا د هغو د منافعو دساتلو وسیله نه شی .

د امریکا د پالیسی د مطالعاتو د انستیتوت غړي ، د خارجی پالیسۍ ماهر جان فیفر، د امریکا غږ دري خپرونی سره په مرکه کی وویل، د طالبانو په منځ کی ددې خبرو په هکله یو څه اختلاف شته . ددی ډلی ځنی غړی په تمه دی چی دا واوری چی څه به پیښیږی.


دوی غواړی و گوري چی د کرزی په ځای به څوک راشی، دوی دا علاقمندی هم لری چی دا وگوری چی د حملو د زیاتیدلو په نتیجه کی څومره سیمه نیولی شی.

رپوټ وايی دامرېکا متحده اېالات ددغوهلو ځلو ملاتړکوی چې د پخلاېنی خبری دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ پېل شی.
نن د سه شنبی په ورځ داوباما اداری ېوه جگپوړه چارواکی اټکل وکړ چې د پخلاېنی خبری به اوږدې او له جنجالونو نه ډکی وی
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:14 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG