د لاس رسي وړ اتصالات

اولمپيک: د برازیل د سوله ییزو مظاهرو ملاټر کوو


د اولمپیک نړیواله کمیټه وایي چي «په برازیل کي د سوله ایزو مظاهرو بشپړ ملاتړ کوي.» دغه کمیټه وايي چې باور لري چي په ریو دي ژینیرو کې به په ٢٠١٦م کال کي د اولمپیک لوبې گټورې وې.

په برازیل کي په تیره اونۍ کي د حکومت ضد مظاهرې او احتجاجونه وشول چي اصلي دلیل یې د بسونو او ښاري اورگاډو د کرایو زیاتوالی وو، خو یوه بله وجه یې د عامو خدماتو په چارو کي د حکومت بې پروا یي او رشوت خوري ګنل شوېده.

له بلي خوا د برازیل خلکو له دې کبله هم دا احتجاجونه پیل کړي دي چي د ٢٠١٦م کال د اولمپیک د نړۍ والو لوبو لپاره، چې په برازیل کې به وشي، په ملیارډو ډالره مصرف شوي دي. زیاتې پیسې د دوو نورو ورزشي لوبو لپاره هم لگیدلي دي چي یو یې بل کال ته نړۍ وال کپ او بل یې په همدې میاشت کي د کانفدراسیونونو کپ دی.

د اولمپیک کمیټې د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چي د ٢٠١٦م کال ورزشي لوبې به د ریو دي ژینیروټولو وگړو ته گټه ورسوي او دغه ښار به د ټرانسپورټ، زیربناوو او د خلکو د پاره د کورونو د جوړولو په چارو کې ښه پرمختگ وکړي. دغه کمیټه همداراز وايي چې لوبې به د برازیل ټول ملک ته ښه نوم پریږدي.
XS
SM
MD
LG