د لاس رسي وړ اتصالات

په پيښور کې په جومات ځانمرګي برید ۱۵ کسه ووژل


په پیښور کې د شعیه ګانو په جومات باندې ځانمرګی برید شوی دی.
په پیښور کې د شعیه ګانو په جومات باندې ځانمرګی برید شوی دی.
په پېښور کې یوه ځانمرګه برید کونکي د شعیه ګانو پر یوه جومات باندي برید کړی دی. په پيښې کې لږ تر لږه ۱۵ کسه وژل شوي دي. او شاوخوا ۲۵ نور کسان یې بیا ټپیان کړي دي.

پولیس وايي چې برید کونکي لومړی د شیعه ګانو د دغه جومات پر ساتونکو باندې ډزې وکړې او وروسته یې لمونځ کوونکو په منځ کې یې خپل انفجاري مواد وچول. لمونځ کوونکي په دغه جومات کې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره راټول شوي وو.

تراوسه پورې چا د پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په دې ورستیو کلنو کې سني افراطي ډلو پر شعیه ګانو باندي، چې د دوي په نظر سم مسلمانان نه دي، خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې د لشکر جهنګوي سني افراطي ډلې د پاکستان د کوټې په ښار کې د څو خونړیو بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده. په بریدونو کې شاوخوا ۲۵ کسه ووژل شول.
XS
SM
MD
LG