د لاس رسي وړ اتصالات

د بندیانو خوشي کیدل به د سولې پروسه چټکه کړي


د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزی وايي چې طالبان د ګوانتانامو نه د خپلو مشرانو د خوشي کیدو غوښتنه د دې لپاره کوي چې غواړي وښيي چې د قطر د دفتر د خلاصولو لومړنۍ لاس ته راوړنه یې همدغه ده. هغه دا هم وايي چې طالبان په دغه کار سره غواړي د سولې په خبرو کې ځانته د امریکایانو «صداقت» معلوم کړي.

استاد ستانکزي د پاکستان څخه د افغانستان د حکومت د غوښتنې په اړه، چې وايي په پاکستان کې دې طالب بندیان خوشي شي، وویل د افغانستان حکومت غواړي دا وښيي چې د سولې د خبرو لپاره هرډول اقدام کوي.

هغه زیاتوي چې
د افغانستان حکومت غواړي د طالب بندیانو د خوشي کولو د غوښتنې سره د سولې عالي شورا ته «اعتبار» ورکړي. استاد ستانکزی دا هم وايي چې دغه د افغانستان د دولت وظيفه ده چی د خپلو اتباعو حقوق په بهر کی وساتي.

د افغانستان حکومت له پاکستانه د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالب بندیانو په خوشي کیدو سره به د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره شي. بل پلو بیا طالبانو ویلي دي چې چمتو دي چې د خپلو پنځو مشرانو په بدل کې، چې په ګوانتانامو کې بندیان دي، هغه امریکايي عسکر خوشي کړيچې دوی برمته کړی دی.

د سولې په روان بهیر د طالب بندیانو د خوشي کیدو د اغیزو په اړه نوشابې آشنا د استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG