د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي چې اوسني اختلافات به د سولې پروسه «په هیڅ صورت» له ناکامۍ سره مخ نه کړي. هغه دغه خبره د امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکې کې کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو نه ورسته، د افغانستان او امریکا ترمنځ اختلافات پیدا شول. افغانستان د طالبانو د دفتر په لوحې او په دغه دفتر کې د طالبانو د مهال د بیرغ د اوچتولو په سر اعتراض وکړ، ورسته بیا لوحه لیرې شول او بیرغ کښته شو. خو د افغانستان حکومت اوس هم وايي چې په دوحې کې به د طالبانو سره د خبرو لپاره خپل استازي و نه لیږي.
دا چې د خبرواترو په برخې کې ستونزې څه دي د سیاسي چارو د کارپوه وحید مژده سره شافعې سردار مرکه کړې ده.