د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کرکیټ د چمپین لیګ سیالیو اتل شو


د هند کرکټ لوبدله چې دوه کاله وړاندې یې د کرکټ نړیوال جام هم وګاټه پرون د یکشنبې په ورځ یې د انګلستان لوبډلې ته د پنځو نمرو په تفاوت ماتې ورکړه او د 2013 کال د چمپین لیګ سیالیو اتلولي یې هم وګټله.

د چمپین لیګ سیالۍ چې سږ کال یې کوربه انګلستان و، د لومړي سر نه داسې بریښیده چې هند د نورو اتو لوبډلو په پرتله غښتلې لوبډلې ده ځکه چې پخپل ګروپ کښې درې سره لوبې وګټلې او په نیمه پای لوبه کښې د سریلانکا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
په (B) ګروپ کښې بیا د ویسټ انډیز لوبډله تر ډیره حده برلاسې وه خو باران او دا چې د انګلستان لوبډلې لپاره پخپل کور کښې لوبغالي ټول آشنا وو ، نو پدې وتوانیدل چې په نیمه پای لوبه کښې د جنوبي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړي او په پای لوبه کښې د هند سره ښکر په ښکر شي.

د هند او انګلستان تر منځ د فاینل لوبه خورا په زړه پورې او احساساتي وه، په زرګونه هندوستانیان چې د ملک بیرغونه یې په مخونو پورې کړي وو او هم یې د ملي کرکټ لوبډلې جامې په تن وې، په لوبغالې کښې جوپه جوپه ښکاریدل او د هند لوبډله ی په چک چکو نازوله.

که څه هم چې دا سیالي پنځوس اوریزه وه خو مسلسل باران خو لومړی ددې سبب شوه چې سیالي د خپل وخت نه تقریباً درې ساعته وروسته پیل شي ، خو د باران زړه بیا هم یخ نشو او څو ځله یې د لوبې جریان ګډ وډ کړ. په پای کښې د لوبې د تنظیم ډله دیته مجبوره شوه چې د پنځوسو اورونو پر ځای لوبه شلو اورنو ته راکمه کړي.
پچه انګلستان وګټله خو د بیټنګ کولو لومړی نوبت یې هند ته ورکړ چې هغوي هم په پوره شلو اورنو کښې د 7 لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د 130 منډو هدف وټاکه. د هند په لوبډله کښې تر ټولو زیاتې نمرې (43) ځوان او تکړه لوبغاړي ورات کوهلي اخیستې وې.

خو د انګلستان لوبډلې که څه هم چې د لوبې په نیمیايي کښې داسې ښکاریده چې ګواکې په آسانۍ سره به د چمپین لیګ جام به ترې څوک د کوره ونه باسي خو د هند بالرانو له هرې خوا هغوي ناهیلې کړل او په پای کښې د انګلستان لوبډله پدې وتوانیده چې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره 124 منډې جوړې کړي.

د 2013 د چمپین لیګ د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی د هند نوی ستوری شیکار داوان ونومول شو چې د سرو زرو بیټ یې هم کورته ورسره یوړ.
تر ټولو زیات لوبغاړي بیا د هند بل ستوری روندرا جدیجا سوځولي ؤ چې هغه ته بیا د سرو زرو پنډوسکی په انعام کښې ورکړل شو.
XS
SM
MD
LG