د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: هیله ده چې د طالبانو سره به خبرې وشي


ټاکل شوې وه چې تیره اوونۍ د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې پيل شي.
ټاکل شوې وه چې تیره اوونۍ د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې پيل شي.
امریکا اوس هم هیله منده ده چې د طالبانو او افغان چارواکو سره خبرې اترې وشي. دغه خبره د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پاتریک وینټرل خبریالانو ته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د خبرو په اړه هیلې موجودې وي. هغه وویل چې امریکا «غواړي چې دا معلومه کړې چې آيا د سولې خبرې اترې بیرته سمې لورې ته سوق کیدای شي.»

ښاغلي وینټرل زیاته کړه، د خبرو اترو لپاره تراوسه نوې نیټه نه ده ټاکل شوي. هغه دا هم ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابینز د طالبانو د استازو سره نه دې کتلي.


امریکا او د افغانستان حکومت طالبانو ته منتظر دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابینز وايي چې امریکا او د افغانستان حکومت انتظار کوي چې د طالبانو لخوا د سولې د خبرواترو د پیلولو خبر واوري.

ښاغلي ډابینز ویلي دي چې که څه هم دوی د طالبانو لخوا په کوم شکل چې دفتر یې پرانستی خوشحاله نه دي، خو بیا هم دې ته حاضر دي چې خبرې پيل کړي.


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د یکشنبې په ورځ په دوحې کې د قطري چارواکو سره وکتل. هغه د دوشبنې په ورځ کابل ته ولاړ چې د افغان چارواکو سره د سولې د خبرو د پیلولو په سر خبرې وکړي.


امریکا په غصه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ویلي دي چې د طالبانو لخوا چې په کوم شکل په قطر کې دفتر پرانستل شو امریکا یې په غصه کړې ده.

ښاغلي ډابینز ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو دفتر د دې هدف لپاره جوړ شوی و چې په لومړی سر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وشي او ورسته بیا د کرزي حکومت هم په خبرو کې ورګډ شي.

خو هغه وویل چې د بیرغ اوچتول او دغه دفتر ((د افغانستان د اسلامي امارت)) په نامه نومول بیا د طالبانو دفتر ته د سفارت شکل ورکړ او طالبانو ته یې هغه مشروعیت ورکړ چې باید نه وای ورکړل شوی.

بل پلو ته طالبانو په یوه خپاره شوي بیان کې هغه راپورونه رد کړل چې وايي د طالبانو دفتر موافقه کړې وه چې د دفتر لوحه او بیرغ دې لیرې کړل شي.

د اسوشیتیډ پریس خبرې آژانس وايي چې د طالبانو ویاند ویلي دي چې د دوی موقف په دواړو مسایلو باندې تغیر نه دی خوړلی.

دغه آژانس وايي چې د طالبانو ویاند بیا دا نه دې ویلي چې آیا پلان لري چې بیرته په دفتر کې بیرغ پورته کړي او لوحه نصب کړي او که نه.
XS
SM
MD
LG