د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په برید کې ۴ بریدګر او ۳ ساتونکي وژل شوي


د ولسمشرۍ مانۍ ته نږدې د شش درک په سیمې کې نن سهار وختي وسله والو برید وکړ.
د ولسمشرۍ مانۍ ته نږدې د شش درک په سیمې کې نن سهار وختي وسله والو برید وکړ.
افغان چارواکي وايي چې د ولسمشرۍ مانۍ ته نږدې وسله وال برید پای ته رسیدلی دی او ټول برید کوونکي وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه برید چې د کابل د شش درک په سیمې کې شوی و څلور بریدکوونکي او درې تنه امنیتي ځواکونه پکښې وژل شوي دي.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. دغه برید د سې شنبې په ورځ سهار وختي وشو. برید په هغه سیمې کې شوی دی چې ټینګ امنیت یې ساتل کیږي. په دغه سیمې کې د ولسمشرۍ د مانۍ نه علاوه، د افغانستان د دفاع وزارت او د امریکا سفارت هم موقعیت لري.

چارواکي وايي چې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید هغه مهال شوی دی چې خبریالان د حامد کرزي خبرې کنفرانس ته راټول شوي وو.

د ولسمشر له ماڼۍ څخه خپره شوې نوې اعلامیه وايي چې د نني ځانمرگي برید هدف د ولسمشر ماڼۍ نه بلکه د ماڼۍ څنگ ته هغه ځایونه وو چې داخلي او بهرني دفترونه پکښې دي.

اعلامیه د رسنیو هغه رپوټونه هم بې بنسټه بولي چې وايی په برید کې د ولسمشر د ماڼۍ درې ساتندویان وژل شوي دي. اعلامیه زیاتوي چې وژل شوي درې کسه د یوه شخصي امنیتي شرکت کارکونکي وو چې د بهرنیو دفترونو د ساتنې مسولیت یې درلود
.

بل پلو ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی، جیمز ډابینز نن پاکستان ته رسیدلی دی. هغه پرون په کابل کې و چې د افغان چارواکو سره د طالبانو سره د مداکراتو په اړه خبرې وکړي.

د کابل په برید کې ۴ بریدګر او ۳ ساتونکي وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
XS
SM
MD
LG