د لاس رسي وړ اتصالات

په خاکریز کې د ماین چاودنې ۹ کسه وژلي


د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنې کې د یوې کورنۍ ۹ کسه وژل شوي دي.

د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنې کې د یوې کورنۍ ۹ کسه وژل شوي دي.

عزیزالله پوپل - کندهار


د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې د یوې کورنۍ نهه تنه وژل شوي او درې نور کسان بیا ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دغه نهه کسه هغه مهال ووژل شول د خاکریز د ولسوالۍ د شاه اغا د زیارت په عمومي سړک باندې یې موټر په ماین وربرابر شو.

د کندهار د امنیه د قوماندانۍ ویاند غورځنګ افریدي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغه کورنۍ د ژړۍ په ولسوالۍ کې اوسیدل او د شاه اغا زیارت لپاره دغه سیمې ته تلله.

چارواکي د پیښې مسولیت د طالبانو په غاړه اچوي، خو طالبانو بیا تر اوسه د دغې پيښې په اړه څه نه دې ویلي.

چارواکي وايي چې وسله وال مخالفین د افغان او بهرنیو ځواکونو په خلاف جګړې کې د ولسي وګړو خیال نه ساتي.

تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر هم وویل چې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ٢٤ فیصده لوړه شوې ده. ملګري ملتونه وايي چې د ولسي وګرو مرګ ژوبله زیاتره د طالبانو د بریدونو له امله پيښیږي.
XS
SM
MD
LG