د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر: د خبرو پيلیدل په طالبانو اړه لري


په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهام
په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهام
بهارت صابر – کابل

په افغانستان کی د امریکا سفیر جیمز کننګهام په یوه خبرې غونډه کې وویل چې هیواد یې لا هم د طالبانو سره د خبرو هیله لري. خو هغه دا زیاته کړه چې دا نو اوس په طالبانو اړه لري چی د دغه فرصت نه ګټه واخلي.

هغه وویل: «دا په طالبانو اړه لري چې له افغان حکومت سره خبرې کوي که نه. خو زموږ دریځ دا دی چې موږ د سولې د عالي شورا او طالبانو تر منځ خبرو ته پراختیا ورکړو. موږ ورنه ملاټر کوو. موږ هیله مند یو چې د طالبانو او دولت تر منځ خبرې وشې.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا هدف دا نه دی چې د سولې خبرې دې د افغانستان ترمنځ د نفاق سبب شي. هغه دا هم وویل چې هیله لري چې خبرې اترې د یو موټی او سوله ییز افغانستان د رامنځ ته کیدو سبب شي.

جیمز کننګهام وایي هیواد یې د قطر د دفتر په اړوند د راپیدا شوي حالت نه له سره ناراضه و. د هغه په وینا، د طالبانو د دغه راز کړنو په اړه یې تر ولسمشر حامد کرزي دمخه عکس العمل ښودلی دی.

د امریکا سفیر ټینګار کوي چې هغه او هیواد یې په دې باور دي چې د افغانستان د راتلونکې او سولې او ثبات لپاره د خبرو اترو په اړوند تر ټولو لوی حق د افغانانو جوړیږي.

د امریکا سفیر وایي د قطر دفتر پرانستل د طالبانو لپار ه ښه فرصت دی چې د خپل هیواد په اړوند د سولې تصمیم ونیسي خو که هغوی دغو خبرو ته حاضر نشي نو د قطر دفتر به بیرته وتړل شي.

ښاغلي کننګهام وایي که طالبان یې خبره ونه مني نو دوی به د طالبانو سره خبرې و نه کړي.

هغه وايي: «د دغه دفتر د پرانستلو تر ټولو غټه موخه دا وه چې د طالبانو او افغانستان د سولې د عالي شورا تر منخ د خبرو زمینه برابره شي. همدارنګه د دفتر د پرانستلو سره سم باید د طالبانو د استازو او امریکا د حکومت تر منځ خبرې وشي که څه هم چې دا خبرې د افغانستان د راتلونکې په اړه نه بلکه د داوړو خواو تر منځ خبرې دي.»

هغه وایي چې وروسته باید د طالبانو او د سولې د عالي شورا تر منځ خبرې وشي. هغه دا هم وايي چې که طالبان یې شرایط و نه مني نو امریکا به په دوحه کې ورسره خبرې ونه کړي.

د امریکا سفیر وایی د طالبانو سره یې د خبرو لپاره کومه نیټه نه ده ټاکلي خو دوی د طالبانو د ځواب انتظار کوي.

ښاغلي کننګهام تینګار کوي چې په قطر کې یې د طالبانو سره د خبرو لپاره دریځ د پخوا په شان دی او کوم بدلون نه دی پکښې راغلی.

امریکا وایي چې د افغانستان سره د امنیتي تړون په باب د خبرو بیرته پیلولو ته آماده ده.

پرون، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر کرزي سره ویدیویي کنفرانس درلود. هغه تینګار وکړ چې د افغانستان په مشرۍ د سولې خبرې اترې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو او تشدد د ختمولو لپاره یوازنۍ لاره ده.
XS
SM
MD
LG